ستاسې غږ: څنگه کېداى شي چې په افغانستان کې پر يوه وخت سوله ټينګه او عدالت راشي؟

افغانان

د يو شمېر نړيوالو او افغان سازمانونو استازو، د عدالت او پخلاينې تر سرليک لاندې په کابل کې جوړې شوې نړيوالې غونډې کې پر هغو لارو چارو بحث او خبرې وکړې چې پر بنسټ يې کېداى شي په افغانستان کې سوله او عدالت ، دواړه پرځاى شي .

د طالبانو په پرزېدو پسې ، له جگړې وروسته د يوه هېواد په توگه افغانستان کې د تلپاتې سولې ټينگول او دعدالت پر ځاى کول، د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د يوې مهمې ننگونې په توگه رامخې ته شوه.

له همغه پيله په دې اړه نظريې وېشلې وي.

د ځينو ټينگار داو چې د عدالت د پرځاى کولو په انډول ، په افغانستان کې لومړى سولې ته اړتيا لري او بياعدالت ته، خو ځيني نور بيا ددې په مخالفت کې پورته شول اوويې ويل چې د عدالت له پرځاى کولو پرته په هېواد کې سوله نه شي ټينگېداى .

د سولې،پخلاينې او د عدالت د پرځاى کولو پر مسالې يوځلې بيا داسې مهال بحثونه تودېږي چې افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو هڅې گړندۍ کړې دي .

داوسنيوبحثونه د منځ ټکى دادى چې له مخالفينو سره د پخلاينې بهير بايد په داسې يو چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي چې تېرو نهو کلونو کې لاسته راغلې برياوې پر اوبو لاهو نه شي.

پوښتنه داده چې څنگه کېداى شي همهاله په افغانستان کې هم سوله ټينګه او هم عدالت پرځاى شي ؟

په خپرونه کې د گډون لپاره د پنجشنبې پر ماښام پر دې شمېره زنگ راووهئ او نظرونه مو راسره شريک کړئ:

00442078360331

د برېښليک د راستولو لپاره pashto@bbc.co.uk پته او يا د برېښليک لاندې بکس کارولى شئ!

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .