کرزی او له نړيوالې ټولنې څخه د افغان ځواکونو د پياوړتيا غوښتنه

کرزی
Image caption ښاغلی مکين تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی او له ولسمشر کرزي سره تر ليدلو مخکې يې په يوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د فساد په اړه خپله اندېښنه يو ځل بيا په ډاګه کړه.

ولسمشر کرزي له امريکايي سناتورانو سره په ليدنه کې افغان لوري ته له نړيوالې ټولنې څخه د مسوليتونو پر لېږدونه او د هغو پر لارو چارو خبرې کړې دي .

له ارګ څخه خپره شوې ويناپاڼه کاږي ولسمشر کرزي د امنيتي دندو تر منلو مخکې د افغان ځواکونو پر سمبالښت او پياوړي کولو ټينګار کړی دی .

ده له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ځواکونو سره د روزنې او سمبالتيا په برخه کې مرستې وکړي .

د ولسمشرۍ د پخواني نوماند او د جمهوري غوښتونکي ګوند د پياوړی سياستوال جان مکين په مشرۍ د امريکا د سناجرګې يو پلاوی دا مهال په کابل کې دی چې جوليبرمن، ليندسي ګراهام او ګيل برانډ هم پکې غړيتوب لري.

د ارګ ويناپاڼه وايي دواړو لورو د ناټو د سرمشريزې په اړه هم خبرې اترې کړې چې په نژدې راتلونکې کې د برتګال په پلازمېنه ليزبون کې جوړېږي او ولسمشر کرزی به هم پکې ګډون کوي.

د مکين اندېښنې

ظاهرا کابل ته د امريکا د سنا جرګې د دغه پلاوي د سفر هدف چې مشري جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکين کوي، په افغانستان کې د روانو حالاتو جاجونه بلل کېږي.

د امريکا د سنا جرګې دغه پلاوي له افغان چارواکو سره هم د ځينو موضوعاتو په اړه خبرې کړې، خو د دغو خبرو جزيات تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

جان مکين په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل، د افغان حکومت په بېلابېلو پوړيو کې د اداري فساد او په دغه هېواد کې د حقاني ډلې د عملياتو په اړه اندېښنه لري: ((موږ د حکومت په ټولو پوړيو کې د دوامداره فساد په اړه اندېښمن يو، موږ پوهېږو چې د دغې ډېرې مهمې موضوع له رابرسېره کولو پرته اوږد مهاله بری له ګواښ سره مخامخ کېږي.

موږ د دې حقيقت په اړه هم اندېښمن يو چې د حقاني شکبه په ازاده توګه خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او موږ به دا موضوع د جنرال کياني په ګډون له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې هم راپورته کړو.

په ټوله کې موږ له ترلاسه شويو پرمختګونو څخه خوښ يو خو لا هم مهمې ننګونې په مخ کې پرتې دي. ))

ښاغلی مکين په داسې حال کې په افغانستان کې د حقاني ډلې د عملياتو په اړه اندېښنه څرګندوي چې همدا تېره ورځ په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو ايساف بي بي سي ته ويلي ول، چې د حقاني ډلې يو مهم غړی او ورسره درې نور مشکوک اورپکي يې نيولي دي .