ناټو وايي د کندهار له عملياتو ښې لاسته راوړنې لري

ناټو ځواکونه
Image caption ناټو او افغان ځواکونه وايي چې د کندهار په عملياتو کې يې ښه پرمختګ کړی او ډېرې سيمې يې له طالبانو پاکې کړې دي.

شاوخوا يو کال کېږي چې په کندهار کې د حکومت د وسلوالو مخالفينو پر ضد د مشترک په نامه ګډ عمليات پيل شوي دي.

اوس افغان او ايساف چارواکي وايي چې ددغو عملياتو لمن څو نورو داسې ولسواليو ته غځوي، چې په وينا يې وسلوال طالبان په کې فعال دي.

چارواکي وايي په ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداو ولسواليو کې عمليات په برياليتوب سره پاى ته رسېدلي او د ماين پاکولو،شوراگانو جوړولو،او بيا رغونې چارې پکې پيل شوې دي.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال عبد الحميد وردگ د ځينو هغو ولسواليو نومونه اخلي چې راروان وخت ته پکې د عملياتو هوډ لري: ((نورې ولسوالۍ هم دي په دغه پلان کې، تنها دغه دوه ولسوالۍ خو نه دي ، هغې خواته د غورک ولسوالي ده ، د ميوند ولسوالي ده . په دې کې هم په دې ورستيو مياشتو کې عمليات په پلان کې دي ، دا د اميد مشترک پلان دی او په همدغه ډول به په هر ځای کې له ټولو ذيدخلو وزارتونو سره يو ځای وشي .))

ښاغلى وردگ وايي چې په دې وروستيو کې يې د وسلوالو طالبانو سميزې محکمې،او د ماين جوړولو کارخانې له منځه وړې،او گڼ وسلوال طالبان يې وژلي او يا هم پر شا تمبولي دي.

خو وسلوالو طالبانو په پرله پسې ډول د افغان چارواکو او بهرينو ځواکونو دا ادعاوې رد کړې دي چې ګنې دوى له ځينو ولسواليو په شاه شوي دي .

وسلوال طالبان وايي دوى اوس هم په دغو سيمو کې فعال دي او خپلې مبارزه به روانه ساتي.

خو بله غاړه په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه په کندهار کې خپل عمليات بريالي بولي او وايي چې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .

جنرال جوزف بلاټز په افغانستان کې د ايساف ځواکونو وياند: ((په وروستيو دوو مياشتو کې موږ تر ډېره په کندهار کې د امريکايي ځواکونو د پياوړتيا شاهدان وو، موږ ټولې پوځي او نا پوځي سرچېنې په واک کې لرو چې ستونزې په نښه او هوارې کړو، ورپسې موږ د هڅونې پروگرام لرو،په ځانگړي ډول په پنجوايي،ارغنداو او ژېړۍ ولسواليو کې، موږ او افغان ځواکونه، نه يوازې دا چې د سيمو د نيولو وړتيا لرو، بلکې د سيمې د ساتلو وړتيا هم لرو، هغه څه چې راتلونکې ته ارزښتناک دي،د حکومتولۍ ښه کول او بيا رغونه ده. موږ ډاډه يو چې تر اوسه پرمختيا او مبارزې ته دوام ورکوو.))

افغان او بهرني ځواکونه وايي چې د دوى د عملياتو له کبله په کندهار کې د پخوا په پرتله امنيتي حالت ښه شوى دى او خلک کولاى شي په پرانستې پښه خپلې ورځنۍ چارې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ايساف وايي په ټول افغانستان کې د مخالفينو ځپل د دوى د پوځي تگلارې يوه برخه ده.

همدا راز چارواکي وايي چې په کندهار کې د اميد په نامه پيل شوي عمليات يې د نورو اتلسو مياشتو لپاره غځولي دي.