وسلوالو طالبانو د جلال اباد هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه پوسته بريد کړی

جلال اباد هوايي ډګر
Image caption دا د خپل ډول دويم ډله ييز وسلوال بريد دی چې د جلال اباد پر هوايي ډګر کېږي.

طالب اورپکو د شنبې د ورځې پر ګهيځ د افغانستان په ختيځ کې د جلال اباد ښار پر هوايي ډګر او پوځي اډې بريد وکړ.

د ناټو په مشرۍ په دغه هېواد مېشت بهرني ځواکونو وايي له افغان ځواکونو سره يې په ګډه د شاوخوا دوه ساعته نښتې په ترڅ کې، لږ تر لږه اته بريدګر وژلي دي.

دا په تېرو شپږو مياشتو کې د جلال اباد پر هوايي ډګر دويم بريد دی.

چارواکي وايي بريدګرو غوښتل پر هوايي ډګر بريد وکړي خو امنيتي ځواکونو پرې وار ړومبی کړی او وژلي يې دي .

دوی زياتوي بريدګرد ملي پوځ جامې اغوستې وي او غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي .

خو دوسله والو طالبانو وياند زبيح الله مجاهد ادعا کوي چې څوارلس ځان مرګي بريد ګر يې هوايي ډګر ته ورننه يستي دي.

هغه وويل چې بريدګرو په هوايي ډګر کې ځانونه چوولي چې په ځانونو چولو سره يې افغان او بهرنيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

په يوه بله جلا پېښه کې د شمالي ولايت کوندوز د امام صاحب په ولسوالۍ کې لس تنه د يوې بمي چاودنې په پايله کې وژل شوي دي.

په پېښه کې اتلس کسه نور ټپيان شوي هم دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې پر يوه موټر سايکل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي له ګڼې ګوڼې ډک يوه بازار کې وچاودل.

د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقيار وايي، په وژل شويو کې د اربکيو يو ځايي قوماندان او د هغه دوه ساتونکي کې هم شامل دي.

دا ښکاري چې ښايي د بريد هدف به هم د اربکيو وژل شوی قوماندان و.