په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزی ادبي، هنري خپرونه

ددې اوونۍ په پیلوځي کې فخرافغان خان عبدالفغارخان ته په ځانګړي شوي کنفرانس غږیږوچې په کابل کې پای ته ورسید وابه وروچې دهغه دعدم تشددفلسفه نن کوم ځای لري. دسندرغاړی سلیم کندهاری په یاد جوړې شوې غونډې حال درکوو اوپه کلتوری پیښوموخبروو.

په پلازمینه کابل کې دعدم تشدد دغورځنګ دبنسټ ایښوونکي باچاخان ته ځانګړی شوی درې ورځنی کنفرانس کې بهرنیواوکورنیوڅیړونکودخان عبدالغفارخان دژوند اوکارپه بیلابیلواړخونوعملی مقالې ولوستلې. ولسمشرحامدکرزي چې داعلمی غونډه یې پرانستله وویل، باچاخان ته دعلم او پوهې ترویج د لمانځه په شان ارزښت درلود چې له همدې امله یې دانګریزانو له مخالفت سره سره د ښوونځیو دجوړولو کارته دوام ورکړ او په دې لاره کې څو ځلي دانګریزانو لخوا زنداني شو.

جمهوررئیس باچاخان د۲۱ پیړۍ له ډیرو نومیالیو شخصیتونو څخه وباله اوزیاته یې کړه : دغه ستر انسان دعدم تشدد،انساني کرامت ته داحترام او دخپل ولس دحق د اعادې لپاره ۲۷ کاله په زندان کې تیر کړي دي چې دا په بشریت کې ستر کار دی چې ساری نه لري. داطلاعاتواوفرهنګ وزارت چې ددغه علمی سیمینارکوربه و، مرستیال پوهنمل غلام نبی فراهي ددې سمیناردارزښت په اړه راته وغږید.

په پښتونخوا کې د پیرروښان، خوشحال خان خټک او دباچا خان غورځنګونه درې واړه د آزادۍ او عدالت دتحقق لپاره وو خو د دوی په منځ کې توپیر دا و چې د پیر روښان غورځنګ په روحانیت ولاړ و، دخوشحال خان غورځنګ حماسي بنسټ درلود او دپاچا خان غورځنګ دعدم تشدد او دخدای لپاره دخدمت دفلسفې پر بنسټ ولاړ و.

خان عبدالغفارخان دخدایی خدمتګارانوغورځنګ ته لسګونه زره خلک ورخپل کړل اووګړي یې دعدم تشددکړنلارې ته وربلل، هغه څنګه پدې بریالی شوچې دومره خلک له ځان سره کړي، دمهاتماګاندي له تګلارې سره یی توپیرپه څه کې و اونن څنګه کیدی شی چې لیکوالان اوشاعران دده په پله ګام واخلي، داپوښتنې مې په یوه بحث کې له دریوګډون کوونکوسره په دې پیلوځي کې څیړلې دي چې ګډونوال یې په کابل کې دبی بی سی دفترمشرداوداعضمی، په امریکا کی شاعراولیکوال عبدالباری جهاني اوپه دیلی کی شاعراولیکوال خالق رشید وو.

دنړۍ په بیلابیلوبرخوکې هم دباچاخان په ویاړعلمي سمینارونه جوړشوی وو. د روسيې دعلومو اکاډمۍ د ختيځ پېژندنې انستيتوت د افغانستان او پاکستان او دختيځو ادبياتو څانګې، دسانکت پترزبورګ د پوهنتون دختيځ پېژندنې څانګه ،د مسکو د دولتي پوهنتون د اسيا افريقا انستيتوت،د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو انستيتوت او ځيني ځانګړي پوهان ،هغه موسسې او کسان دي چې د ددغه شخصیت د کړو وړ او ژوند په اړه یې ځېړنې کړي دي.

ارواښاد سلیم کندهاری دمعاصری افغانۍ موسیقی هغه نومیالی او پیژندل شوې څېره ده چی نه یوازی د کلاسیکې موسیقۍ له اصولو سره سم یې په سندرو ویلو او دلربا ږغولو کی بشپړ لاس لاره بلکه ددې ترڅنګ یې هغه یوازینی هنرمند ؤ چی ډیر په زړه پورې سنتور یې ږغاوه . په دې ورستیو کلونو کې دا یوازې سلیم کندهاری ؤ، چی په راډیو افغانستان کی یې سنتور ږغاوه .

پردې ټولو برسیره هغه یو پیاوړی سندرغاړی او کمپوز جوړونکی هم ؤ چی داوږدو کلونو په ترڅ کې یې په راډیو افغانستان کې سندرې ویلي او په دې لاره کی یې ځينې شاګردان هم روزلی لکه استاد مهوش ، میرمن ناهید او دهغی خور ززغونه .

ارواښاد سلیم کندهاری دکندهار دکلاسیکو شاعرانو لکه ملا عبدالمنان حیرت ، ملامحمد عمر اخند،ملامیر یحيي اخند او داسی نورو کلامونه دموسیقی په قالب کی اچولی چی لا هم دهغه پر طرزونو او کمپوزنو باندی اوسني سندرغاړی محفلونه رنګینوی .

ښاغلي استاد دموسیقۍ په برخه کې له خپل پلارکریم چی هغه هم دخپل وخت یووتلی سندرغاړی ؤ زده کړې کړې دي . بیا يې په هندوستان کې دکلاسیکې موسیقۍ له یوه نامتو استاد جمال خان سره شاګرد شو او پوره ۱۲ کاله یې دموسیقۍ پرښی اومعیارې زده کړې زیاروایست. پدې پیلوځي کې موپه کندهارکې دهغه دیادغونډې په جزیاتو خبریال مامون درانی خبروي.

کلتوري خبرونه :

دایتالوی انځورګر مودلیاني انځورپه نیویارک کې په ۶۹ میلونه ډالره خرڅ شوچې ددې انځورګردانځورونوترټولولوړه بیه ده. داانځور ده په ۱۹۱۷ کال کې له خپله مرګه درې کاله مخکې کښلی و، چې دیوې میرمنې نیمه لوڅ انځوردی. ددې انځورلومړنۍ بیه ۴۰ میلونه ډالره وه خو۴ کسانوسیالی پرې وکړه اوبیه یی ۶۹ میلونوته ورسیده چې پیرودونکی یې ناڅرګندپاتې شو. مودلیانی بې وزله ژوند لاره اوله ستونزوسره مخامخ و

له پلازمېنې کابل نه په پښتو ژبه د لوبو او سپورټ لپاره د يوازينۍ مجلې لوبې اتمه ګڼه تازه له چاپه راووته او مينه وال يې په کابل او ولايتونو کې له مشهورو کتاب پلورنځيو نه ترلاسه کولای شي.دا مجله اوس مياشتنۍ شوې او تر ډېره د کرکټ د ملي لوبډلې سيالۍ او په هيواد کې د دې لوبې پر ودې ليکنې لري، دا ډول د ملي المپيک پر فعاليتونو هم رپورټونه پکې ځای په ځای شوي دي. لوبه څلور څلوېښت مخه لري او په ښکلي ډيزاين او رنګ چاپ شوې ده.

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لا سه کړ چې تیره سه شنبه دعلو مو اکاډمۍ علمي غړی سر محقق عبد الر حيم ځدراڼ له دې نړۍ ستر ګې پټې کړې٠ښا غلی ځدراڼ د علمي کارونو سر بېره يو ډېر دروند،حليم او ديو لوړ پښتني کر کټر خا وند و٠ دده ډيرې علمي مقالې په کابل مجله ، زيري او دهېواد په نورو مجلو او ورځپا ڼو کې چاپ شوي دي٠ سر بېره پردې يې دپښتو- پښتو په تشر يحي قا موس کې هم مهمه ونډه درلوده ٠ښاغلی ځدراڼ يو ښه ژباړونکی هم و٠په اردو ژبه هم ښه پو هېده او له اردو نه پښتو ژبې ته يې هم ډېرې ترجمې کړي دي٠ دده دمهمو اثارو نه يو هم رو هيله پښتانه وچې دهندو ستان در امپور دپښتني نوابا نو په اړوند ليکل شویدی٠