ارګ: فراهي د افغانستان او پاکستان د ګډو هڅو په پايله کې خوشې شوی

  • هميم جلالزى
  • له کابله
ښاغلی فراهي
د عکس تشریح،

ښاغلی فراهي پاکستان ته نومول شوی سفير و چې د 2008 کال په سپټامبر کې ناڅرګندو وسلوالو وتښتاوه.

د افغان ديپلومات او د اسلام اباد لپاره نومول شوي افغان سفير د خوشې کېدو خبر لومړی پاکستاني رسنيو خپور کړ خو جزيات يې نه درلود.

وروسته په پاکستان کې افغان سفارت هم د ښاغلي فراهي د خوشې کېدلو يو نا رسمي پخلی وکړ.

د يکشنبې پر ورځ بيا د خوست د ملي امنيت يوه چارواکي وويل چې ښاغلی فراهي تېره ورځ دوی ته سپارل شوی دی.

د ارګ يوه وياند سيامک هروي وويل چې ښاغلی فراهي کابل ته را رسېدلی او د ورځې په اوږدو کې يې له ولسمشر حامدکرزي سره ليدلي دي:

((د ښاغلي فراهي د خوشې کېدو جزيات بايد امنيتي سرچينې درکړي خو هغه څه چې نن موږ د ولسمشرۍ په ارګ کې وليدل دا و چې ، ښاغلی فراهي له دوه کلن يرغملتوب وروسته تېره ورځ خوشې شوی ، نن ارګ ته راغلی و او له ولسمشر سره يې وليدل .

ولسمشر د هغه په ليدلو او د هغه په راخوشې کېدلو خوښ شو. ))

ښاغلي هروي وويل چې د عبدالخالق فراهي روغتيايي حالت ښه دی مګر بيا يې هم د روغتيايي کتنو لپاره روغتون ته استولی دی .

امنيتي سرچينو تر دې مهاله نه دي ويلي چې ښاغلی فراهي يې څنګه راخوشې کړی خو د ارګ له لوري خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي نوموړی د افغانستان او پاکستان دولتونو د ګډو هڅو په پايله کې راخوشې شوی دی. په همدې لړ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د هلو ځلو مننه کړې خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چې ښاغلی فراهي چا او د څه لپاره تښتولی و؟

د ارګ ويناپاڼه يوازې دومره وايي چې ښاغلی فراهي د کتبه صلاح الدين په نوم يوې ډلې يرغمل کړی و.

ښاغلی فراهي د 2008 کال د سپټامبر پر 22 د خيبر پښتونخوا په پېښور کې ناڅرګندو وسلوالو تر ډزو وروسته وتښتاوه.

په ډزو کې د هغه موټر چلوونکی وژل شوی و.

نوموړي د يرغمل کېدو پر مهال په پېښور کې د افغان کونسل دنده پر مخ بېوله خو په هماغه ورځو کې د پاکستان لپاره د سفير په توګه هم نومول شوی و.

د ښاغلي فراهي د کورنۍ يوه غړي هم له بي بي سي سره په خبرو کې د هغه خوشې کېدل ومنل خو زياته يې کړه چې تر دې مهاله په دې اړه نور معلومات نه لري.

وروستۍ خبرې

د ښاغلي فراهي وروستۍ ويډيو د 2010 کال د مې پر دويمه خپره شوه .

په ويډيو کې ښاغلي فراهي له نړيوالې ټولنې،افغان ولس او افغان دولت څخه غوښتي ول چې د تښتوونکو له منګلو يې وژغوري.

د عکس تشریح،

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي فراهي په خوشې کولو کې د پاکستان هلې ځلې ستايلې دي.

هغه پر دولت غږ کړی و چې که د تښتوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي نو دی به ووژل شي.

که څه هم په دغې ويډيو کې د تښتوونکيو د غوښتنو په اړه څه نه و ويل شوي خو هغه مهال ځينو سرچينو ويلي ول، تښتونکو د هغه د خوشې کولو په بدل کې ميليونه پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې .

تر دې مهاله دا هم کره نه ده څرګنده چې ښاغلی فراهي چا تښتولی و ځکه په تېر کې په دې اړه بېلې بېلې ادعاوې شوې دي .

اوس چې نوموړی خوشې شوی نو معلومه نه ده چې د کومې معاملې په ترڅ کې به خوشې شوی وي که څنګه ؟