په کندهار کې چاودنې ۲ ولسي وګړي ووژل

کندهار
Image caption تر اوسه پورې چا د کندهار د چاودنې مسوليت نه دی منلی.

په سوېل لوېديځ ولايت کندهار کې يوې چاودنې دوه ولسي وګړي وژلي او يوولس نور يې ټپيان کړي دي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ديوې ويناپاڼې په ترڅ کې ويلي چاودنه د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې شوې ده .

د ويناپاڼې له مخې په يوه موټر سايکل کې چاودېدونکې توکي ځای پر ځای شوي ول او د سهار پر نهه بجې وچاودېدل .

پوليس وايي په پېښه کې ټپيان شوي کسان يې روغتون ته رسولي او دوی د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي .

د کورنيو چارو وزارت دغه چاودنه په سختو ټکو غندلې او د هېواد د دښمنانو کار يې بللی دی .

د شنبې پر ورځ په کندوز کې هم يوې ورته بمي چاودنې لس تنه ووژل او اتلس نور يې ټپيان کړل .

چارواکو ويلي، هورې هم په يوه موټرسايکل کې اېښودل شوي چاودېدونکي توکي له ګڼې ګوڼې يوه ډک باراز کې چوول شوي ول .

چاودنه د امام صاحب په ولسوالۍ کې شوې وه او د ولسوال محمد ايوب حقيار په وينا، په وژل شويو کې د اربکيو يو ځايي قوماندان او د هغه دوه ساتونکي کې هم شامل ول .