زلمي رسول له ايران سره د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې

Image caption ښاغلی رسول له ايران چارواکو سره د زندانيانو د تبادلې او هورې د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه خبرې اترې کوي.

ظاهرا ايران ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په درېيمه غونډه کې ګډون بلل کېږي.

ايران ته په سفر ورغلی افغان پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پالل او په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پياوړي کول، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير او د هغه د ايراني انډول منوچهر متکي تر منځ د بحث او خبرو اترو مهم ټکي بولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ظاهر فقيري بي بي سي ته وويل ، ښاغلي رسول له خپل انډول سره په خبرو کې د افغان کډوالو مساله هم راپورته کړې او له هغه يې غوښتي چې په دې برخه کې بايد نړيوالو قوانينو ته کلکه پاملرنه وشي:

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال شاوخوا يو ميليون افغان کډوال په ايران کې د کډوالۍ شپې سبا کوي او د دې ترڅنګ لسگونه زره نور افغانان بيا د کار کولو لپاره دغه هېواد ته تللي چې ايران يې د کډوال په توگه نه مني.

ايران نژدې هر کال د ژمي په موسم کې د افغانانو شړلو ته زور ورکوي چې دغه کار نه يوازې کډوالو ته ستونزې راټوکوي ، بلکې کله نا کله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي هم ترينګلي کړي دي.

افغان حکومت په وار وار له ايران څخه غوښتي چې افغان کډوال دې له خپلې خاورې په زور نه شړي خو تر دې مهاله داسې ښکاري چې دغې غوښتنې يې ډېر ځای نه دی نيولی .

افغان حکومت استدلال کوي چې په يوه وار د زرگونو کسانو ځاى پرځاى کول او هغوی ته د ژوندانه د اړينو اسانتياوو برابرول يې په وس کې نه دي.

په ايران کې د افغان بنديانو مساله يوه بله مهمه موضوع بلل کېږي او هغه مهال ډېره توده شوه چې څو مياشتې وړاندې په ناڅاپي توګه په دغه هېواد کې د افغانانو د اعدامولو اوازې راپورته شوې او څو ورځې وروسته د يو شمېر اعدام شويو افغانانو جنازې هم افغانستان ته راوړل شوې.

د ايران دې عمل ته په غبرګون کې د افغانستان په بېلابيلو ولايتونو کې سلګونو افغانانو په لاريونونه او احتجاجونه وکړل.

ښاغلی فقيري وايي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له خپل ايراني انډول څخه دا هم غوښتي چې ژر تر ژره بايد د دواړو غاړو د بنديانو د سپارلو د تړون ليک اړونده پړاوونه بشپړ کړي او پلي کولو ته يې لاره هواره کړي.

که دغه تړون وشي نو ايران به افغان بنديان او افغانستان به ايراني هغه خپلو خپلو هېوادونو ته وسپاري .