کابل: په کابل کنفرانس کې د شويو ژمنو 80٪ پلې شوې

کابل کنفرانس

په افغانستان کې د دوه دېرشو هېوادونو استازي او سفيران د دوشنبې پر ورځ په کابل کې سره راغونډ شوي ول چې د کابل له کنفرانسه وروسته د شويو پرمختګونو په اړه د افغان حکومت له لوري چمتو شوی راپور واوري .

دا تر کابل کنفرانس وروسته د مرستندويه هېوادونو له استازو سره د افغان حکومت لومړنۍ او د څارنې او سمبالښت د ډلې پېنځلسمه لويه غونډه وه .

افغان حکومت وايي د هغو ژمنو په سلو کې پېنځه اتيا يې پلې کړي چې په کابل کنفرانس يې له نړيوالې ټولنې سره کړې وې .

د څارنې او سمبالتيا د ګډ بورډ او د دولت د همغږۍ د جرګګۍ د دارلانشاء مشر سيد حبيب احمدي وايي هڅه کوي چې پاتې ژمنې هم پلې کړي.

د نړيوالو مرستو د لګولو څرنګوالی ، د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا، له مخالفينوسره روغه جوړه او د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ د کابل کنفرانس د بحث اصلي ټکي ول .

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازۍ دفتر يوناما مشر سټېفن دېميستورا په کابل کنفرانس کې د شويو ژمنو د يوې برخې پلې کېدل ښه پرمختګ وباله:(( دا چې افغان حکومت يو څارونکی بنسټ جوړ کړی دی، په حقيقت کې يو مهم ګام دی او داسې يوه پرمختګ دی چې موږ او د افغانستان خلک يې غوښتونکي و.

زموږ لپاره دا ډېره مهمه ده چې يو مهالوېش او تګلاره جوړه شوې او داډېره مهمه ده چې افغان حکومت کلک ګامونه اخلي چې بويه ښې پايلې به ولري.

له دې څخه ښکاري چې افغان حکومت او ددغه هېواد خلکو پتېيلې چې خپل راتلونکی پخپل لاس کې واخلي. ))

په کابل کنفرانس کې ولسمشر حامد کرزي وړانديز وکړ چې تر 2014 کاله پورې د امنيتي چارو مسوليت افغان لوري ته وسپآرل شي .

نوموړي ويلي ول د 2011 کال تر اکتوبر پورې به د افغان ملي پوځ شمېره تر يو لکو اويا زره او د پوليسو شمېره تر يو لکو څلور دېرش زره پورې ورسېږي .

افغان حکومت وايي د امنيتي ستونزو او په دولتي ادارو کې د لږې وړتيا له کبله په کابل کې کنفرانس کړې ژمنې سل په سلو کې نه دي پلې شوې.