افغان المپيک : د ملي سرود د نه غږېدا په دليل نه پوهېږو

افغانستان اولمپيک
Image caption په چين کې د افغان لوبغاړو د تېرېدلو پر مهال د ملي سرود پر ځای (وطن عشق تو افتخارم) سندره وغږول شوه.

د چين په گوانجو ښار کې د اسيايي لوبو په ترڅ کې د افغان ملي سرود پر ځاى د يوې بلې سندرې پر غږېدا افغان المپيک غور کوي .

د چين په گوانجو ښار کې د اسيايي لوبو د پيل په مراسمو کې د افغانستان د ملي سرود پر ځاى د ( وطن عشق تو افتخارم ) سندرې د خپرولو په دليل افغان المپيک فدراسيون نه پوهېږي .

د افغان المپيک کمېټې يوه چارواکي مصطفى وردگ بي بي سي ته وويل دى نه پوهېږي چا دا سندره د اسيايي لوبو تنظيمونکو ته سپارلې وه .

مصطفى وردگ چې له لوبغاړو سره چين ته تللى وايي نه پوهېږي چې ولې داسې شوي دي .

ده وويل پلټنه به کوي، خو دا يې هم زياته کړه چې ګنې له دوى څخه بښنه غوښتل شوې ده .

د نړيوالو لوبو تر پيل وړاندې عموما د هرهېواد له لوبيزو چارواکو څخه د لوبو تنظيمونکي ملي سرود غواړي .

ملي سرود د پيل په مراسمو او يا هم په هغو وختونو کې خپرېږي چې لوبغاړى مډال وگټي او د بيرغ د پورته کېدا پر وخت يې ملي سرود غږېږي.