ايساف: د شپې د عملياتو د بندولو وخت لا نه دی را رسېدلی

ايساف
Image caption ايساف وايي د شپې په عملياتو کې لاسته راوړنې ډېرې دي او يوازې په تېرو دوو مياشتو کې يې په دغو چاپو کې د قوماندانو په ګډون سلګونه طالب اورپکي وژلي دي.

په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو د ولسمشر کرزي هغه غوښتنه له وخته وړاندې بللې چې ويلي دي، د ده د هېواد په کلو او بانډو کې دې د شپې له خوا عمليات کم شي.

ايساف وايي ښايي لا هم د پوځي عملياتو د راکمولو لپاره مناسب وخت نه وي را رسېدلي.

په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو ايساف په دغه هېواد کې د پوځي عملياتو د کمولو او يا نه کمولو چاره په شرايطو پورې وتړله .

د ايساف يوې وياندې سان ست بلنسکي بي بي سي ته وويل، د بهرنيو ځواکونو لخوا د پوځي عملياتو راکمول په افغانستان کې د امنيتي حالت په څرنګوالي پورې تړلې ده .

دې د ولسمشر کرزي د څرگندونو په باب وويل :((هغه د يوه خپلواک هېواد ولسمشر دی او اختيار لري، هر هغه څه په ډاګه کړي چې غواړي يې. خو له دې سره، له عملياتي پلوه ښايي اوسمهال د عملياتو د راکمولو لپاره مناسب وخت نه وي، هغه شان چې ولسمشر يې غوښتنه کړې ده. د پوځي عملياتو د کچې راکمول په امنيتي حالت او د امنيتي چارو د سمبالولو لپاره د افغان ځواکونو په وړتياوو پورې تړلي دي.

موږ د ولسمشر کرزي ملاتړ کو او غواړو ډاډه شو چې زموږ عمليات د نوموړي د حکومت د پراختيا لپاره لازم فرصتونه او شرايط برابر کړي.))

په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لخوا د کورونو خپل سرې تلاشۍ او د شپې لخوا چاپې هغه مسلې دي چې د نورو ترڅنګ يې، افغان حکومت په بيا بيا د بندولو غوښتنه کړې ده.

دغې موضوع کله نا کله د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيکي هم ترينګلي کړي دي.

افغان حکومت د خپلې دې تازه غوښتنې دليل دا وړاندې کړی چې وايي په ښارونو او کليو کې د پوځي چاپيريال رامنځته کېدل خلک په تنگ کړي او د دغه حالت دوام کولى شي په افغانستان کې د اورپکو روحيه پياوړي او ليکې يې غښتلې کړي.

د افغان حکومت ټينګار دا دی چې اوسمهال بايد په افغانستان کې د پوځي عملياتو په پرتله ډېر پام بيارغونې او نورو ملکي چارو ته وشي.

حال دا چې په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېويډ پټرياس ټينګار پر پوځي عملياتو دي.

جنرال پټرايس په افغانستان کې د جگړې د ستراتيژۍ مهمه برخه د پوځي عملياتو پراخول په گوته کوي، چې ښايي د افغان حکومت دا نوې غوښتنه به د دغو ځواکونو اوسنی دريځ وننګوي.