په هلمند کې د طالبانو پرضد عملیات پيل شول

Image caption په هلمند کې داسې مهال پوځي عملیات پیل شوي، چې له څو اوونیو راهیسې په ګاونډي ولایت کندهار کې هم پوځي عملیات دوام لري.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ مېشتو ایساف ځواکونو له افغان پوځيانو سره په ګډه په هلمند کې د طالبانو پرضد د نویو عملیاتو د پيل خبر ورکړی دی.

ناټو وايي د "۴تمه" په نامه دغه عملیات د تېرې چهارشنبې پر ورځ (د نومبر ۱۷مه) د هلمند په نهرسراج، ولسوالۍ کې پيل شوي.

په هلمند کې د افغان پوځي یوه قومندان ویلي د عملیاتو موخه ګرشک ولسوالۍ له طالبانو پاکول او هلته د دوی د تګ راتګ ختمول او په سیمه کې امنیت ټينګول دي.

د بهرنیو ایتلافي ځواکونو یوه قومندان اشلي هاګ هم ویلي دا عملیات پر هغو سیمو کېږي، چې طالب پکې په سیمه ییزه کچه بمونه جوړوي .

په هلمند کې داسې مهال پوځي عملیات پیل شوي، چې له څو اوونیو راهیسې په ګاونډي ولایت کندهار کې هم پوځي عملیات دوام لري.

د بهرنیو ځواکونو لخوا دا عملیات له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو تاوده بحثونه کېږي.

ورته مطالب