په لغمان کې چاودنې ولسي وګړي ووژل

لغمان
Image caption د برید پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې چاودنه شوې چې چارواکي وایي لږ ترلږ دري ملکي کسان یې وژلي او شاوخوا 25 نور یې ټپیان کړي دي.

ویل کیږي چې چاودنه پر یوه بایسکل باندې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو پرمټ شوې ده.

د لغمان د والي مرستیال وایي د دغې چاودنې هدف تر اوسه نه دی روښانه.

د پیښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

بل خوا د ارزګان ولایت چارواکي وایي د ملا عبدالقوي په نامه د طالبانو د ډلې یو قوماندان یې له خپل یوه ساتونکي سره یوځای وژلی دی.

چارواکي وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې شپږ نور اورپکي ژوندي هم نیولي دي.

د سرچینې په وینا، له دغو کسانو یې پوښتنې ګرویږنې پیل کړې دي.

بل پلو په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه ایساف وایي، په سویلي ولایت کندهار کې یې د طالبانو یو مهم مشر نیولی دی.

ایساف د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي، نوموړی یې له ګڼو نورو مشکوکو اورپکو سره د دغه ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې نیولی دی.

ایساف وایي، د طالبانو دغه مشر په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او د دې ترڅنګ د پاکستان د چمن نه کندهار ته د وسلو په لېږدولو کې هم ښکېل و.

ورته مطالب