ناټو او کرزي له افغانستانه د پوځيانو د وتلو هوکړه لاسلیک کړه

کرزی، بان کي مون او اندريس فو راسموسن
Image caption د دغه کنفرانس په حاشیه کې افغان ولسمشر حامد کرزي د یوې خبري غونډې پرمهال د واګو د سپارلو په تړاو له نړیوالې ټولنې مننه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.

افغان ولسمشر حامد کرزي او د ناټو سرمنشي اندريس فو راسموسن د پرتګال په لیزبون کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر موافقه وکړه.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ به ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې د افغانستان امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپاري.

د ناټو سرمنشي اندريس فو راسموسن د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون او افغان ولسمشر حامد کرزي سره د یوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې، ناټو به تر دې وروسته د افغان ځواکونو روزلو ته ډېر پام کوي.

نوموړي زیاته کړه چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به افغان ځواکونو پوره روزنه ورکړي، چې امنيتي واګې په خپل لاس کې واخلي.

د ښاغلي راسموسن په وینا، دا لړۍ به راتلونکی کال پيلېږي او په پړاویز ډول به په ولایتونو کې د امنيتي چارو واګې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

راسموسن په افغانستان کې د پرمختګ په اړه خوښي وښوده او وویل دغه هېواد چې لس کاله مخکې د ترهګرو ځاله وه، نن داسې یوه پړاو ته رسېدلی چې هلته اوس القاعده نه لیدل کېږي.

د دغه کنفرانس په حاشیه کې افغان ولسمشر حامد کرزي د یوې خبري غونډې پرمهال د واګو د سپارلو په تړاو له نړیوالې ټولنې مننه وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.

نوموړي وویل افغانان هڅه کوي چې ورسره شوې ژمنې پروخت ترسره شي.

ناټو وايي تر دې مهاله یې ۲۶۰ زره افغان سرتېري روزلي چې د روان کال تر پایه پورې به دا شمېره ۳۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.

ناټو وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره اوږدمالې مرستې وغځوي، او د افغانستان د دولت ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د لیزبون غونډه یوه بریا وبلله او وویل چې ملګري ملتونه به د ناټو په همکارۍ د افغانستان له دولت سره مرستې ته دوام ورکړي.

Image caption د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم وویل چې افغان ځواکونو ته د واک د لېږدولو پروسه باید په پړاویزه توګه او د مهال وېش له مخې پلی شي، او واقعیتونه باید په پام کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه، باید له یاده ونه باسوو چې په افغانستن کې نظامي تګلاره د حل یوازېنۍ لاره نه ده، او ملګري ملتونه د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د سیاسي حل او خبرو اترو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم وویل چې افغان ځواکونو ته د واک د لېږدولو پروسه باید په پړاویزه توګه او د مهال وېش له مخې پلی شي، او واقعیتونه باید په پام کې ونیول شي.

د لیزبون په سرمشريزه کې د ناټو او ملګرو ملتونو چارواکو ټينګار وکړ چې افغان دولت ته به د امنيتي چارو سپارل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو په مانا نه دي.

ورته مطالب