په افغانستان کې د تازه ناکراريو په پاېله کې ۱۰کسه وژل شوي

په افغانستان کې د تاوتريخوالي په بېلا بېلو تازه پېښو کې لږ تر لږه لس کسه وژل شوي او نژدې همدومره نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې بهرنی سرتيری هم شامل دي.

نن ( دوشنبه ، د نومبر ۲۲ ) د افغانستان په شمال کندز ولايت کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه ګزمه برید شوی دی.

په افغانستان کې مېشت آیساف ځواکونه وایي په برید کې دري جرمني سرتیرې ټپي شوي او یو ټانک یې هم ویجاړ شوی دی.

د افغانستان په شمال کې دغو ځواکونو یو ویاند ډګرمن بخاري وایي چاودنه د کندز ښار اړوند د خاکنۍ په سیمه کې شوې ده.

وسله والو طالبانو د برید پړه پرغاړه اخیستې او وایي چې په برید کې یې دري جرمني سرتیري وژلي دي.

په همدې مهال په افغانستان کې میشت سوله ساتي ځواکونه آیساف وایي له افغان ځواکونو سره یې د یو لړ ګډو تصفيوي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو قوماندان او د هغه دوه ملګري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې وژلی دی.

آیساف د یوې وینا پاڼې په خپرولو د دغه کس نوم فرید ګل ښودلی او وایي نوموړي د سړک غاړې ماینونو په جوړولو او خښولو کې لاس درلود.

آیساف وایي په دغو عملیاتو کې یې یو شمیر اورپکي ژوندي هم نیولي دي.

طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

همدلته د ولسي خلکو پر یوه تراکتور د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې څلور کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د زرمت ولسوال ګلاپ شاه بی بی سی ته وویل پیښه د همدې ولسوالۍ د مموزیو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

بل خوا تیره شپه د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر یوه سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودلی چې په کې سپاره څلور کسه وژل شوي او دري نور ټپیان دي.

د شاولي کوټ ولسوال عبیدالله وایي په وژل شويو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي

ورته مطالب