په ګوانجو کې د ملي سرود نه خپرېدل دغلته د افغان سفارت تېروتنه وه

ګوانجو

د چين په گوانجو ښار کې د اسيايي لوبو د پيل په مراسمو کې د افغانستان د ملي سرود نه خپراوي د حکومت او ولسي جرگې د يو شمېر غړو غبرگونونه راپارولي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپل لومړي غبرگون په بيجنگ کې افغان سفارت تورن کړ، چې کواگې د ملي سرود خپراوي ته يې پام نه دى کړى.

مرستيال وزير مبارز راشدي دغه کار د سفارتي چارواکو لويه تېروتنه وبلله ، خو هيله يې څرگنده کړه چې په راتلونکي کې دا ډول پېښه بيا تکرار نشي.

ښاغلي راشدي ووېل: '' له بده مرغه په ځېنو برخو کې تېروتنې کيږي چې دا په بهر کې زموږ د استازو کمزورتيا او نيمگړتيا په ډاگه کوي. ما خپله په يو شمېر بهرنيو سفرونو کې ليدلي چې د ملي سرود د غږولو پرمهال پخوانى سردو غږول شوى دى.

هيله ده چې په بهر کې زموږ استازي دغه ټکي ته متوجه شي او هيله مند يم په راتلونکي کې دا ډول کار ونشي''.

ښاغلي راشدي په دې تړاوو چې دوى به د دغه کار له عاملينو سره څه ډول چلند وکړي څه و نه ويل ، خو زياته يې کړه چې ښايي د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه لاس په کار شي.

Image caption په کار ده چې د يوه هېواد پلاړی چېرته ځي د خپل هېواد بېرغ له ځانه سره ولري او د ملي سرود د غږولو په وخت ، هغه وغږوي.

اخوا د افغانستان د ولسي جرگې يو شمېر غړو په دې اړه تند غبرگونونو ښوولي او دغه کار يې د هېواد او ملي هويت سپکاوى بللى دى.

د افغانستان د ولسي جرگې د فرهنگي چارو د کمېسيون مشر حاجي محمد محقق د ملي سرود په نه خپراووي حيرانتيا څرگنده کړه ، خو دا يې د افغانستان د ملي اولمپيک د ادارې چارواکو تخنيکي تېروتنه ياده کړه.

ښاغلي محقق په دې تړاوو پلټنه د افغان حکومت کار وباله: '' په کار ده چې د يوه هيواد يو پلاوى او يا سپورټي ډله چېرته ځي د خپل هيواد بېرغ له ځانه سره ولري او په هغوو ځايونو کې چې ملي سرود غږول کيږي ، ملي سرود وغږوي.

خو که په هغوو ځايونو کې چې ملي سرود غږول کېږي ، بل سرود او يا شعار خپور شوى وي دا غير تخنيکي کار او تېروتنه ده''.

د ولسي جرگې د فرهنگي چارو يوه بله غړې ساهره شريف هغه کسان د ملي هويت په سپکاوي تورن کړل چې گواکې په لوى لاس يې ملي سرود نه دى غږولى.

د ولسي جرگې بل غړى کبير رنجبر بيا د ملي سرود نه خپرول د يوې مشخصې ډلې کار بولي ، چې دى يې ملي خاينان يادوي.

ښاغلي رنجبرپه دغه پيښه کې د ښکيلو ټولو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه: '' دا کار په لوى لاس شوى، او آن زه يې د ملي خيانت تر کچې بولم . هغه کسان او کړۍ چې دغه کار يې کړى بايد محاکمه شي او قانون پرې تطبيق شي. دا د ملي هويت سپکاوى دى''

تېره اوونۍ د چين په گوانجو ښار کې د اسيايي لوبو د پيل په مراسمو کې د افغانستان د ملي سرود پر ځاى د ( وطن عشق تو افتخارم ) يوه حماسي سندره وغږول شوه.

په لومړي سر کې د افغانستان د ملي اولمپيک يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي و ، نه پوهېږي دغه حماسي سندره د اسيايي لوبو تنظيمونکو ته چا سپارلې وه.

خو وروسته د المپيک د ملي ادارې مشر ظاهر اغبر بيا بي بي سي ته ومنله چې دغه کار دوى کړى او دليل يې دا و چې د پيل په دا ډول مراسمو کې معمولآ ملي سرود نه غږول کېږي او د ده په ټکو پر ځايي بله حماسي سندره خپرېږي.

ورته مطالب