کرزي افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت سپارل لویه لاسته راوړنه بللې

حامد کرزی
Image caption د ناټو تر مشرۍ لاندې بهرني ځواکونه به د امنيتي مسووليت له سپارلو وروسته هم په افغانستان کې موجود وي.

افغان ولسمشر حامد کرزي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د سپارلو په اړه د افغانستان او ناټو ترمنځ په لېزبن کې شوې موافقه ، يوه لويه لاسته راوړنه بللې ده.

ولسمشر حامد کرزي چې د ناټو په سرمشرېزه کې د ګډون لپاره د پرتګال پلازمېنې لېزبن ته تللی وو ، کابل ته په راستنېدو یې خبريالانو ته ووېل د امنيتي چارو د مسووليت اخيستو په موخه به د افغان پوځ د وړتیا لوړولو چاره ګړندی کړي.

په همدې مهال ښاغلي کرزي ټينګار وکړ چې د ناټو تر مشرۍ لاندې بهرني ځواکونه به د امنيتي مسووليت له سپارلو وروسته هم په افغانستان کې موجود وي.

افغان امنيتي ځواکونو ته د واک سپارلو موافقه د نومبر پر ۲۰ د لېزبن د سرمشرېزې په پای کې د ښاغلي کرزي او د ناټو د عمومي سرمنشي آنرس فو راسموسن تر منځ لاسليک شوه.

د دغې موافقې له مخې ناټو ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه په بشپړ ډول په ټول افغانستان کې امنيتي واګې افغان ځواکونو ته پرېږدي.

يو شمېر کتونکي په دې اند دي چې په اوس وخت کې افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا نه لري چې د هېواد امنيت په يوازې سر ټېنګ کړي ، ځکه د دوی په وينا افغانستان اوسمهال هوايي ځواک نه لري او نه زغره وال ګاډي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه راز وويل د ناټو له غړو هېوادونو نه يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده ، خو زياته يې کړه که دوی ورته مثبت ځواب ور نه کړي ، افغانستان به د يوه خپلواک هېواد په توګه له نورو هېوادونو نه وسلې واخلي.

Image caption د نوې موافقې له مخې ، افغانستان حق لري چې سر له اوسه تر راتلونکو دريو کلونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قانوني کېدو په اړه اقدام وکړي .

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې پر دې ټېنګار وکړ چې افغان وسله وال پوځ ته د واک سپارل له افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتلو په مانا نه دی.

ښاغلي کرزي وويل تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو او امريکا رول حمايوي وي.

ده زياته کړه د یوه ملاتړي په توګه په افغانستان کې د امريکا شتون د افغانستان په خېر دی ، خو ټينګار يې دا وو چې دغه ملګرتيا او موجوديت بايد پر دوه اړخيزو ژمنو ولاړ وي.

افغن ولسمشر دغه راز ووېل د نوې موافقې له مخې ، افغانستان حق لري چې سر له اوسه تر راتلونکو دريو کلونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قانوني کېدو په اړه اقدام وکړي ، خو په دې اړه يې نور جزيیات ور نه کړل.