احمد رشيد: د کرزي په نظرياتو کې ژور بدلون راغلی

احمد رشيد

پاکستاني خبريال احمد رشيد له ولسمشر حامد کرزي سره تر دوه ساعته اوږدې ليدنې ورسته پخپلو څرګندونو کې ويلي چې د ښاغلي کرزي په نظر کې ژور بدلون راغلی دی .

ويل کېږي احمد رشيد له ولسمشر کرزي سره له تېرو 26 کالو را هيسې اړيکي لري.

احمد رشيد وايي ښاغلی کرزی اوس په دې باور لري چې لوېديځ او په تېره بيا امريکا نه په افغانستان کې د سولې د را وستو په برخه کې بريالۍ شوې او نه يې پاکستان اړيستی چې د طالبانو مشرانو ته خوندي پټنځايونه ور نه کړي.

هغه د ښاغلي کرزي له خولې وايي، امريکا د خپلو تېرو او اوسنيو ناکاميو پړه پر افغانانو ور اچوي او په دې کار سره تېروتنه کوي .

دغه راز پر افغان حکومت باندې د فساد د تورونو لګول هم د امريکا يوه تېروتنه ده.

له افغان ولسمشر سره تر دو ساعته خبرو ورسته دا راته په داګه شوه چې

په افغانستان کې د امريکا د پوځي ستراتېژۍ او د راتلونکې تګلارې په اړه په ټوله کې د ولسمشر کرزي مفکوره بدله شوې ده.

حامد کرزی د ترهګري پر وړاندې جګړه کې د امريکا له تعريف سره موافق نه دی او د افغانستان په سويلي سيو کې د امريکايي پوځيانو له چال چلند څخه سخت ناراضه دی .

ښاغلی کرزی په دې اند دی چې د امريکا پاليسي د جسدونو د شمېرلو پر شاوخوا راچورلي.

هغه فکر کوي چي د افغانستان له ښارونو څخه پوځي پوستې جوړې شوې او افغانان پر دغه حالت بد ګمانه دي.

له ايران و پاکستان څخه د مرستې غوښتنه

ښاغلی کرزی په دې اند دی چې د پاکستان او ايران مرسته د ناټو سياسي متبادل کېدای شي، دغه راز د پاکستان او ايران له مرستې پرته نه يوازې جګړه پای ته نه رسي بلکې له طالبانو سره جوړ جاړی هم نه شي کېدای.

په تېرو شپږو مياشتو کې پاکستان او ايران داسې کوم مهم کار ندی کړی چې هغه ته په کتو وويل شي، له طالبانو سره يوه جوړ جاړي ته رسېدای شي خو بيا هم ښاغلی کرزی پاکستان او ايران ته د ناټو د سياسي متبادل په سترګه ګوري.

ما په تېر 26 کلونو کې د ښاغلي کرزي په نظرياتو کې دومره ډراماتيک بدلون نه دی ليدلی.

د حامد کرزي په نظرياتو کې د بدلون لامل ځينې مصلحتونه دي چې دی پرې ډېره تکيه کوي.

دغه راز ددغه بدلون يو بل لامل کېدای شي د ځينو لوېديزو هېوادونو په تړاو د هغه نهيلي ده چې دی په تېرو نهو کلونو کې ورسره مخامخ و.

حامد کرزي په تېرو نهو کلونو کې لومړی د امريکا او اوس د ناټو د پيغامونو له اورېدو څخه تر پوزې راغلی دی .

د امريکا پخواني ولسمشر پر افغانستان د بريد په لومړيو څلورو کلونو کې پر ټول افغانستان باندې د ښاغلی کرزي د واکمنۍ لپاره پوځ او امکانات برابر نه کړل او د اوسني ولسمشر پاليسې واضح نه ده.

ولسمشر کرزی غواړي د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله غوندې ګام واخلي خو له ده سره ټول هغه امکانات نشته چې له نجيب الله سره ول.

د افغانستان د خپلواکۍ خبره يوازې له طالبانو سره د جګړې تر پايته رسېدو ورسته شونې ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما بيا کله کله افغانستان ته د نورو پوځي مرستو په ورکولو هوکړه کوي او کله هم له افغانستانه د وتلو مهالوېشونه اعلانوي.

په داسې يوه حالت کې افغانان د تذبذت ښکار دي.

ولسمشر کرزی په دې نه دی خبر چې په افغانستان کې د امريکا پاليسي څوک پر مخ بيايي؟ خو په پوځي برخه کې دا روښانه ده چې جنرال ډېويډ پيټرايس دغه مسوليت پر غاړه لري.

احمد رشيد وايي: (( په داسې يوه حالت کې چې په ټول افغانستان کې جګړه روانه ده او لوېديز پوځيان له افغانستانه د وتلو لاره لټوي، حامد کرزی غواړي داسې يو ولسمشر ښکاره شي چې د افغانستان خپلواکۍ ساتلای شي.))

کله چې روسان له افغانستانه ووتل، نو د کمونيسټ رژيم ولسمشر نجيب الله هم داسې يوه لاره غوره کړې وه.

خو ولسمشر کرزي د خپل اوسني دريځ له امله افغانان له يوه څپڅپانده حالت سره مخامخ کړي دي. د مسلې يو اړخ دا دی چې ښاغلی کرزی خپله د حکومت لومړی سړ او د هېواد ولسمشر دی او بل اړخ ته دی پخپله د اپوزيسيون رول هم ادا کوي.

نوموړی کله کله ان د طالبانو په مړينه خواشيني څرګنده وي او ددې پر خلاف کله کله خو د خپلو پوځيانو د مرګ يوه يادونه هم نه کوي.

دا د حامد کرزي يوه بل خام سوچ دی چې هغه د پاکستان او ايران د مرستو په زور غواړي د افغانستان حالت راکابو کړي، ځکه چې دواړه، پاکستان او ايران پخپله له ستونزمنو حالاتو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې پر جګړه بوخت ناټو پوځيانو ته تر ټولو اړينه خبره دا ده چې په سړه سينه د خپلو تېرو نهه کلنو برياليتوبونو او ناکاميو جاج واخلي او دغه تجربې تحليل او تجزيه کړي ، دغه راز پر افغان ولسمشر باندې تورونه و نه تپي.

اوس دې ته اړتيا ده چې د افغانستان په اړه د ناټو او امريکا پاليسي رڼه شي او ښاغلی کرزی هم اړ دی چې د مصلحتونو په اړه لږ پام وکړي او د خپل سلاکارانو سلا مشورې ومني.