په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ويکي ليکس کې د خپرو شويو سندونو په اړه له شېرجان احمدزي سره مرکه

څو نړيوالو رسنيو له هغه وروسته د امريکايي ديپلوماتانو پټ پيغامونه خپاره کړي چې د ويکي ليکس ويبپاڼې د دغو سندونو د خپرولو په اړه د امريکا د حکومت غوښتنه رد کړه .

ويکي ليکس د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د امريکايي ديپلوماتانو ترمنځ د پټو پيغامونو دوه لکه پنځوس زره پيغامونه خپاره کړي دي .

په دغو سندونو کې په ډاگه شوې يوه نوې خبره داده چې سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له امريکا غوښتي چې د پوځي يرغل په توگه، په هرډول چې کېږي د ايران د اټومي پروگرام مخه ونيسي .

په سندونو کې دا هم راغلي چې امريکا د ملگرو ملتونو د سازمان په مشرانو پسي جاسوسي کوله او په افغانستان کې د بريتانيا له پوځي فعاليونو خوښه نه وه .

د ويکي ليکس له خوا په خپرو شويو دغو سندونو کې د افغانستان او پاکستان په تړاو هم دامريکايي ديپلوماتانو يو لړ نوې خبرې راغلې دي .

د دغو سندونو پربنسټ افغان حکومت او افغان چارواکي په فساد کې ډوب بلل شوى دي او د بيلگې په توگه د ولسمشر د يوه مرستيا ل يادونه شوې چې دوه پنځوس ميليونه ډالر يې بهر ته لېږدولي دي .

د ويکي ليکس لخوا په خپرو شويو دغو سندونو کې د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د ورور احمد ولي کرزي په اړه هم د امريکايانو يو لړ څرگندونې راغلې دي .

په دې اړه به نور د امريکا د نبراسکا په پوهنتون کې له افغان شنونکي شېرجان احمدزي څخه واورو چې په ورځپاڼو کې يې دغه سندونه لوستي دي.