آسیايي لوبې پای ته ورسېدې

آسیايي لوبې چې نومبر میاشتې په دیارلسمه نیټه د چین په ګوانجو ښار کې پیل شوې، د ۴۵ هېوادونو او سیمو لوبغاړو په ۴۳ بېلابېلو برخو کې سیالۍ سره وکړې.

چې په هغه ډله کې له افغانستان څخه هم ۶۶ تنه لوبغاړي په دیارلسو سپورتي رشتو کې سیالۍ سره وکړې.

افغانانو د باسکتبال، بلیارد، سوک وهلو، کریکیټ، ګلف، جودو، کاراتې، نښې ویشتنې، تکواندو، وزن پورته کولو، غیږ نیونې یا پهلوانۍ او ووشو په برخو کې سیالۍ وکړې.

په زیاتره سپورتي څانګو کې افغانان له یو دوه پړاونو تېر شول، خو په وروستیو پړاونو کې له ځواکمنو سیالانو سره مخامخ کیدل، ځکه یې د پرمختګ مخه ډپ کیده، خو د ډیری نورو هېوادونو د لوبغاړو په پرتله چې ګڼې سپورتي آسانتیاوې لري بیا هم ښه وځلېدل ځکه افغانان ډېر سپورتي ډګرونو او وسیلې په واک کې نه لري.

په دغو سیالیو کې چین تر ټولو ډېر د سرو زرو مډالونه ګټلي چې شمېر ۱۹۹ یا یو کم دوه سوه ته رسیږي، جنوبي کوریا ۷۶ او جاپان ۴۸ د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

په مجموع کې چین ۴۱۶ مډالونه ګټلي چې د سرو ، او سپینو زرو او د ژیړو مډالونه په کې شامل دي، جنوبي کوریا ۲۳۲ او جاپان هم ۲۱۶ مډالونه ترلاسه کړي دي.

افغان لوبغاړو هم په دغو سیالیو کې دوه د سپینو زرو او یو د ژېړو مډا وګاټه چې دوه یې د تکواندو او یو بل یې هم د کریکیټ ملي لوبډلې وګاټه.

د افغانستان د کریکیټ ملي لوبډلې وکولای شول د پاکستان ځواکمن کریکیټ ټیم مات کړي او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

ددغو سیالو اوولسم یا راتلونکی پړاو به څلور کاله وروسته د جنوبي کوری په اینچیون ښار کې تر سره شي.