کابل د اتو هېوادونو لپاره نوي سفیران ټاکلي دي

افغان کابینه
Image caption په دغو نویو سفیرانو کې یو شمېر د مخکنۍ افغان کابینې وزیران هم شامل دي.

کابل د اتو هېوادونو لپاره نوي سفیران ټاکلي، چې ټولو کوربه هېوادونو منلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې په دغو نویو سفیرانو کې د افغان کابینې یوشمېر پخواني وزیران او یو شمېر هغه نوماند وزیران هم شامل دي، چې د ولسي جرګې لخوا رد شوي ول.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر لخوا خپره شوې ویناپاڼه کاږي، نوي افغان سفیران په ایران، قرغیزستان، جاپان، بنګلدېش، هالنډ، ترکیه، قزاقستان او اردن کې په نویو دندو ګمارل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي د مخکنۍ افغان کابینې د عامې روغتیا وزیر سید محمد امین فاطمي په جاپان ، د فواید عامې مخکنی وزیر سهراب علي صفري په قزاقستان او د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر نور محمد قرقین په قرغیزستان، او عبیدالله عبید په ایران کې د نویو افغان سفیرانو په توګه ګمارل شوي.

همدارنګه عبدالرحیم اوراز په بنګلدېش، عنایت الله نبیل په هالنډ، صلاح الدین رباني په ترکیه او سید محمد ګیلاني په اردن کې د نویو افغان سفیرانو په توګه ګمارل شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري بي بي سي ته وویل چې دغه نوي سفیران د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر ګمارل شوي:

''دغه نوي سفیران په ات و هېوادونو کې مقرر شوي، دغو کسانو له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او د اساسي قانون پر بنسټ یې د هغوی د ماموریت په اړه لارښوونه ورته وکړه. ''

د افغانستان د بهرنیو چارو پر وزارت دا نیوکه شته، چې ګني د نورو هېوادونو لپاره د سفیرانو ټاکل ګني د یوې خاصې ډلې په لاس کې دي.

دا نیوکې هغه مهال رامخې ته شوې، چې کله عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو له وزارت څخه ګوښه کړای شو.

خو د بهرنیو چارو څوکۍ ته د زلمي رسول تر رسېدا وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې شمېر کې بهر نوي افغان سفیران ټاکل کېږي.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري وايي دغه نوي سفیران په دغو اتو هېوادونو کې د افغان سفیرانو د مودې تر پای ته رسېدو وروسته ګمارل شوي دي:

''یوه اداري مساله ده، د ځینو سفیرانو د ماموریت موده پوره شوې وه، هغوی بېرته مرکز کابل ته راوغوښتل شول، ځینې یې دلته په کابل کې ول، دا د یوې اداري مسالې پر بنسټ ټاکل شوي دي.''

ورته مطالب