پکتیکا کې ځانمرګو بریدونو پولیس وژلي

ښرنه
Image caption بریدونه د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د امنیې قومندانۍ د روزنې په مرکز کې شوي دي.

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي.

برید د پکتیکا د امنیه قومندانۍ د ننه د پوځي روزنې په مرکز کې شوی دی.

د دغه ولایت یوې سرچینې چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، بي بي سي ته وویل چې په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او۱۵ نور ټپيان دي.

خو د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان بیا بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې په برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د دغې ډلې یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل، بریدونه د دوی د دوو ملګرو لخوا، چې څه موده وړاندې یې د پولیسو لیکو ته لاره موندلې وه، کړي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، لومړی برید غرمه مهال پاو کم دوولس بجې وشو، او دویم هغه بیا پاوباندې دوولس بجې شوی دی.

د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې په دواړو بریدونو کې شپږ روزونکی، چې غالباً بهرنیان به وي، او د یوه افغان قومندان په ګډون ۴۲ افغان پولیس وژل شوي.

خو د هغه دا ادعا کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې.

ورته مطالب