د کرزي دفتر د 'جعلي ملا منصور' د لوبې پړه پر برتانیا اچوي

طالبان
Image caption اوس ويل کيږي چې په رښتيا سره دغه سړى د پاکستان د کوټې ښار کې اوسېدونکې يو دوکاندار و.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي چې بريتانوي چارواکي د طالب قومندان په نامۀ د يوۀ جعلي کس د راوستلو مسوول دي.

د ښاغلي کرزي ددفتر مشر په داسې حال کې دا خبره کړې ده، چې خپله ښاغلي کرزي د طالبانو له يوۀ جعلي مشر سره د جوړجاړي خبرې کول رد کړي دي.

په کابل کې د بريتانيا سفارت هم د افغان ولسمشر ددفتر د مشر د څرگندونو په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي ددفتر د مشر محمد عمر داودزي له خولې ليکلي دي

يو کس چې د طالب قومندان ملا اختر محمد منصور په نامه ياد شوى و، د ولسمشر ليدو کتو ته راوستل شوى و.

اوس ويل کيږي چې په رښتيا سره دغه سړى د پاکستان د کوټې ښار کې اوسېدونکې يو دوکاندار و.

مخکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى و چې دغه جعلي ملا منصور د ناټو د چورلکې په مټ د پاکستان له خاورې افغانستان ته لېږدول شوى و، او د ولسشمرۍ په ماڼۍ کې ښکته کړل شوى و.

ددغه راپور له مخه افغان ولسمشر د ناټو په مرسته له دغه سړى سره په لوړه کچه د جوړجاړي خبرې کړې او ښې ډېرې پيسې يې هم ورکړې دي.

خو افغان ولسمشر څو ورځې مخکې له ملا منصور سره خبرې اترې کول رد کړي وو او له طالبانو سره يې دغه راز خبرې کول د بهرنيو رسنيو بې ځايه تبليغات بللي وو.

خو اوس د ولسمشر حامد کرزي دفتر ددې کيسې بنسټيزه پړه پر برتانوي چارواکو اچولې ده.

د ولسمشر کرزي ددفتر مشر محمد عمر داودزي واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي دي چې دغه سړى د برتانوي دپلوماتانو له خوا د ولسمشر ليدو ته وروستل شوى و.

ښاغلي داودزي تاييد کړې ده چې برتانوي ديپلوماتان په دغه غونډه کې ناست وو.

ښاغلي داودزي ويلي دي چې دوى له مخکې نه ددغه سړي په اړه شک درلود، امريکايي چارواکو هم د خپلو پټ څارو معلوماتو پر بنسټ ويلي دي چې ددغه سړي قد له هغه ملامنصور نه څو انچه ټيټ دى چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هوايي چلند وزير و.

له ښاغلي داودزي له خبرو داسې ښکاري چې افغان چارواکو له جعلي ملا منصور سره ليده کاته کړي دي.

په کابل کې د برتانيا سفارت پر دې اړه له څرگندونو ډډه کړې ده.

پوښتنه داده چې د افغانستان د لوړپوړو چارواکو د خبرو تر منځ له کومه ځايه سرچينه اخلي.

Image caption د برتانیا استخبارات ام ای ۶ وايي چې یوازې له افغان چارواکو سره یې د دغه سړي د لیدو کتو په چاره کې همکاري کړې ده.

دا لومړى ځل نه دى چې د يو څه په اړه د افغان چارواکو تر منځ د خبرو توپير جوتېږي، تر دې پېښې مخکې وروستۍ بېلگه يې دا وه چې ولسمشر حامد کرزي په دې اړه تود غبرگون وښود چې روسي ځواکونو ددوى له خبرولو پرته په ننگرهار کې د نشه يي توکيو پر ضد عمليات کړي دي.

نوموړي په دې اړه له ناټو نه توضيحات غوښتي ووخو وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وويل چې دوى ددغو عملياتو له بهيره خبر وو.او په همغږي ډول تر سره شوي و.

خو په امنيتي چارو کې د بي بي سي خبریال فرانګ ګارډنر د برتانوي دولت د سرچینو په حواله ویلي، چې د افغانستان دولت یاد شوي سړي ته پیسې ورکړې، نه برتانیا او د پیسو دا اندازه تر هغې ډېره کمه ده، چې په رسنیو کې رپوټ شوې ده.

ورته مطالب