امریکا د افغانستان له کرنې سره ۳۸ میلیون ډالر مرسته کوي

Image caption د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحيمي په دې کنفراسن کې د امریکا له متحده ایالتونو وغوښتل چې د دې پروګرام په عملي کولو کې ملاتړ او اودمهاله همکاري وکړي

د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د کرنې په برخه کې سلګونه چارواکي او د امریکا د کرنې په برخه کې یو شمېر متخصصين په کابل کې سره راټول شوي، چې د کرنې په برخه کې د کابل کنفرانس د ژمنو د عملي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

افغان چارواکي وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ د کرنې په برخه کې د ګډ کنفرانس د جوړېدو هدف د کابل کنفرانس د پرېکړو عملي کول دي.

کابل کنفرانس شاوخوا څلور میاشتې مخکې د مرستندویه هېوادونو او په افغانستان کې د نادولتي سازمانونو لخوا جوړ شوی و، چې د افغانستان حکومت په کنفرانس کې د هېواد د کرنې په برخه کې اصلي تګلاره وړاندې کړه او له نړیوالې ټولنې یې د لانورو مرستو غوښتنه وکړه.

د افغان چارواکو په وینا، یوازې د دغه هېواد د کرنې برخې د پراختیايي پروګرامونو لپاره تر درې میلیارد ډېرو ډالرو ته اړتیا ده چې نړیولې ټولنې تر اوسه د شاوخوا یوه میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده .

د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحيمي په دې کنفرانس کې د امریکا له متحده ایالتونو وغوښتل چې د دې پروګرام په عملي کولو کې ملاتړ او اودمهاله همکاري وکړي:

"موږ بې کښته میلیونونه هکټاره ځمکه لرو، دومره ډېرې اوبه لرو چې زموږ له سرحدونو بهر وځي، موږ د امریکا له متحده ایالتونو غواړو چې د کرنې په برخه کې زموږ شاړې ځمکې ابادې کړي، دویم دا چې په نړۍ کې د تېر یوه کال په ترڅ کې دا ثابته شوې، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره فوق العاده اړتیا ده ، د دې لپاره چې موږ خپل تولیدات له هېواد بهر وپلورلی شو، یو لړ لویو پروګرامونو ته اړتیا لرو چې د دغو محصولاتو تولید او پروسس لا ښه کړو، چې دا کار پانګونې ته اړتیا لري، موږ په دې برخه کې د امریکا له متحده ایالتونو غواړو چې د کرنې له وزارت سره فوق العاده همکاري وکړي. "

ښاغلي رحيمي په افغانستان کې د اوبو لګولو د عصري سیستم او کافي څړځایونو نشتوالی او د ځنګلونو وهل د کرنې په برخه کې لویې ستونزې وبللې، خو وویل چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د افغانستان له حکومت سره د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یو لړ پروژې پلی کړي.

په دې کنفرانس کې د امریکا د کرنې وزارت مرستیالې دارسي ويټر له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهالو مرستو ژمنه وکړه او وویل چې له افغان بزګرانو سره به په بېلابېلو کرنیزو برخو کې مرسته وکړي:

"موږ له افغان بزګرو سره په بېلابېلو کرنیزو برخو کې، په تېره بیا د عصري کرنیزو توکو او زراعتي تخم په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو. همدارنګه موږ د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ او نړیوالو بازارونو ته د هغوی د لار موندنې په برخه کې له افغان بزګرانو سره مرسته کوو. همدا شان د طبيعي سرچینو د تنظيم په برخه کې موږ د افغانستان د کرنې له وزارت سره همکاري کوو چې له دې لارې د افغانستان خلکو ته کار پیدا کړو. "

Image caption امریکا ژمنه کړې، چې افغان بزګرانو ته به تخمونه ورکړي او نړیوالو بازارونو ته به د افغاني محصولاتو لپاره لاره پيدا کړي.

د امریکا د حکومت دغه چارواکي همدارنګه افغانستان ته د ۳۸ میلیون ډالرو مرستې ورکولو ژمنه وکړه.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، له دغو پیسو څخه به د افغانستان د کرنې د سیمه ییزو ادارو د وړتیاوو په لوړولو کې ګټه واخیستل شي.

د افغانستان په سلو کې شاوخوا ۸۰ خلک د کرنې په برخه کې کار کوي او افغان چارواکي هیلمن دي چې دغه کنفرانس به افغانستان ته د کرنې په برخه کې ډېرې مرستې راجلب کړي.

ورته مطالب