لوی څارنوال د ځان په اړه د ویکیلیکس ادعا بې بنسټه وبلله

اسحق الکو
Image caption لوی څارنوال د ويکي ليکس په وېبپاڼه کې راغلي اسناد بې بنسټه وبلل.

د افغانستان لوی څارنوال د 'ويکيليکس' وېب پاڼې له لوري خپاره شوي هغه اسناد رد کړي چې دی او افغان ولسمشر يې د نورو ترڅنګ د نشه يي توکو د کاروباريانو په خوشې کولو تورن کړي.

لوی څارنوال اسحاق الکو وويل د نړيوالې ټولنې ، بهرنيو ځواکونو او محاکمو په موجوديت کې د دې شونتيا نه شته چې محکوم کسان دې پرته له محاکمې خوشې شي.

د ويکي لیکس له لوري په خپرو شويو اسنادو کې راغلي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي او لوی څارنوال اسحاق الکو له لوري خوشي شوي کسان په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو نيولي وو.

د افغانستان لوی څارنوال د ويکيليکس وېبپاڼې له لوري خپرو شويو هغو اسنادو ته د رد ځواب ويلی چې دی او افغان ولسمشر په کې په ناقانونۍ تورن شوي.

ويکيليکس په خپله پاڼه کې د امریکا د مرستیال سفیر هغه پیغام را اخيستی چې په کې راغلي، دوو لوړ پوړو افغان چارواکو له محکمې وړاندې د یو شمیر مهمو کسانو د خوشي کیدو امر ورکړی دی. په دې پیغام کې د ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د لوی څارنوال نومونه اخیستل شوي.

خو لوی څارنوال اسحق الکو بي بي سي ته په څرګندونو کې دا ډول تورنه په يوه مخ بې بنسټه وبلل:

''دا بې بنسټه خبره ده . يو څوک چې داسې ادعا کوي په اړه يې شواهد وړاندې کوي، موضوع يې وايي ، کيفيت يې وايي او د ولايت په اړه يې مالومات ورکوي. دا يوازې د ګډوډۍ جوړول دي.

دلته قانون موجود دی، څارنوالي موجوده ده، که موږ داسې وکړو پوليس له موږ سره مخالفت کوي. نړيواله ټولنه موجوده ده . دلته نړيوال ځواکونه شته ، نړيوال څارونکي شته او د ملګرو ملتونو دفتر شته . دا هسې ادعاوې دي.''

د ویکيلیکس لخوا په دې خپاره شوي پیغام کې امریکایي چارواکو ویلي چې له ۲۰۰۷ کاله د ۲۰۰۹ میلادي کال تر اګست میاشتې پورې ۶۲۹ هغه بندیان چې په افغانستان کې د اساف ځواکونو له زندانونو څخه د افغان حکومت تر ادارې لاندې زندانونو ته لېږدول شوي، له محکمې پرته خوشي شوي دي.

په پیغام کې دا هم راغلي چې ولسمشر کرزي هغو پنځو سرحدي پوليسو ته هم بښنه کړې چې په وينا يې له ۱۲۴ کیلو ګرامه هیروینو سره نیول شوي وو او په زندان کې د تېرولو موده يې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ ټاکل شوې وه.

د ویکيلیکس په نوم وېبپاڼې تراوسه په لسګونو زره محرم ډیپلوماتیک اسناد او پیغامونه خپاره کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو يې خپرېدل غندلي دي.

ورته مطالب