حامد کرزی د سیمه ییزې همکارۍ د ټينګښت لپاره قزاقستان ته ولاړ

کرزی
Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر حامد کرزی به د غونډې پر لومړۍ ورځ د ترهګرۍ پروړاندې د ګډې همکارۍ او نشه يي توکو پرضد د ټینګې مبارزې په اړه وینا وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان د سرمشریزې په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ.

په کابل کې له ارګ څخه خپره شوې ویناپاڼه کاږي، په دې سفر کې له ولسمشر کرزي سره د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، په ملي امنیت کې د ولسمشر سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د ولسمشر ویاند وحید عمر هم له هغه سره مل دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر حامد کرزی به د غونډې پر لومړۍ ورځ د ترهګرۍ پروړاندې د ګډې همکارۍ او نشه يي توکو پرضد د ټینګې مبارزې په اړه وینا وکړي.

ویناپاڼه کاږي، حامد کرزی به له سرمشریزې څخه د ګډو اقتصادي همکاریو غوښتنه هم وکړي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي، د دغې غوندې په درشل کې به د افغانستان ولسمشر د برتانیا د لومړي وزیر له مرستیال نېک لیګ، د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربايوف او د سرمشريزې له یو شمېر نورو ګډونوالو چارواکو سره وګوري.

په غونډه کې به ولسمشر کرزی له ګډونوالو نه د دوه اړخیزې همکارۍ او د اړيکو د پراختیا غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې ده چې دغه سرمشریزه د چهار شنبې پر ورځ (د دسمبر پر لومړۍ ) پيل او دوه ورځې به دوام وکړي.

دغې غونډې ته د ۵۶ غړو هېوادونو مشران، او د افغانستان په ګډ،ن د ۱۲ همکارو هېوادونو مشران ورځي.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سازمان ۶۸ چارواکي هم ګډون لري.

که څه هم افغانستان په دې سرمشریزه کې غړیتوب نه لري، خو د همکار هېواد په توګه به پکې ګډون کوي. د غونډې د جوړېدا اصلي هدف سیمه ییز مهم امنيتي مسایل دي.

ورته مطالب