په زابل کې د ګاډو ټکر شپږ مسافر مړه کړل

بس
Image caption په کندهار کې د تېرې جولای میاشتې پر ۲۶مه هم یو بس ټکې شوی و، چې ۲۱ مسافر پکې مړه او ګڼ نور ژوبل شوي ول.

د زابل د شهر صفا او مرکز کلات ترمنځ 'سنګي پله' ته څېرمه د 'هزارټک' په سیمه کې د سپرلۍ یو ۳۰۳ ډوله ګاډی له صرف سره ټکر شوی دی.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار وايي، پېښه نن سهار رامنځ ته شوې، چې له ټکر سره سم ۳۰۳ ډوله بس چپه شوی، چې شپږ مسافر پکې مړه او ۴۸ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلی رسول یار زیاتوي: ''په پېښه کې مو هغه یو شمېر ټپیان چې حالت یې څه ناڅه ښه و، د زابل مرکز کلات ته یووړل، او یو شمېر نور د ایتلافي ځواکونو په مرسته د هغوی په چورلکو کې کندهار ته ولېږدول.''

ده دا هم وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شته.

نوموړي د ډېریو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

د روان کال د سپتمبر پر اتمه د غزني ولایت په 'ناني' سیمه کې د سپرلۍ یو ۳۰۳ ګاډی چپه شوی و، چې ۱۷ مسافر پکې مړه شوي او ګڼ نور ټيیان ول.

او تر هغه وړاندې، په کندهار کې د تېرې جولای میاشتې پر ۲۶مه هم یو بس ټکر شوی و، چې ۲۱ مسافر پکې مړه او ګڼ نور ژوبل شوي ول.

په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په موټر کې ټول سپاره کسان، چې عام وګړي ول، ووژل شول.

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي.

پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.

موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

ورته مطالب