ایران له لوېدیځ سره خبرو ته کښېني

ایران
Image caption ایران وايي اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو او انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره دی خو په دې تشریع بهرنې نړۍ نه قانع کیږي.

ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو او جرمني سره خبرې کوي.

په پام کې ده چې دغه خبرې د دسمبر په شپږمه او اومه نیټه په جینوا کې ترسره شي. دا به د ۲۰۰۹ میلادي کال د اکتوبر له میاشتې راوروسته لومړي ځل وي چې ایران له لویدیځ سره د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرو ته کښیني.

راتلونکې اونې به ایران د امنیت شورا له غړو او جرمنې سره خبرو ته کښینې او پر دې موضوع به خبرې سره وکړي چې ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه څه کوي؟

ایران وايي اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو او انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره دی خو په دې تشریع بهرنې نړۍ نه قانع کیږي.

ځیني خبردارې ورکوي چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي. د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې په یوې او بلې لارې هڅه کړې چې دا خبره معلومه کړي خو نوموړې اداره وايي ایران د بشپړې څیړنې اجازه نده ورکړې ځکه چې سږکال د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د څلورم ځل لپاره پر ایران بندیزونه ولګول.

د بي بي سي خبریال وايي راتلوونکې دوشنبې به په جینوا کې ډیر څه وي چې خبرې پرې وشي خو د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپل هیواد دریځ وار دمخه روښانه کړي دی.

نوموړي د ایران په شمال کې خپلو خلکو ته د وینا پرمهال وویل هیواد یې خبرو ته چمتو دی خو که دا خبرې په عادلانه او متقابل درناوي سره ترسره شي.

نوموړي هغو ته خبردارې ورکړ چې پر ایران یې بندیزونه لګولي او ویې وویل هغه پړی چې تاسو یې زموږ غاړې ته اچوي په حقیقت کې به ستاسو غاړې ته ولګویږي.