دشمالي او جنوبي کوریا ترمنځ کړکېچ ته لنډه کتنه

د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ کړکېچ اوږده مخینه لري.

په 1945 کال کی د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان تر ماتې وروسته د کوریا پر شمالي برخه د وخت د شوروی اتحاد ځواکونه او په جنوبي برخه کې یې امریکایي پوځیان ورښکته شول.

چی له هماغه مهال کوریا په دوو جلا برخو وویشل شوه، په 1948 کال کې له شوروي سره په پوله د شمالي برخې مشر کیم ایل سونګ او د جنوبي برخې واک سیانگمارهی ترلاسه کړ.

په 1950 کال کې شمالي کوریا پر جنوبي کوریا برید وکړ او له سرحد یا پولې یې په شا کړل ، خو یوه ورځ وروسته امریکا د جنوبي کوریا په پلوي په امنیت شورا کی یوه پریکړه ترلاسه کړه. او د شمالي کوریا ځواکونه د 16 هیوادونو د کوماندویانو په وسیلې بیرته په شا وتمبول شول.

وروسته چین د شمالی کوریا ملاتړ وکړ، دغه ناکراره حالت تر 1953 کال پوری دوام درلود چې بیا په همدې کال کې د سولې یوه موافقه ترلاسه شوه.

خو د دواړو هیودونو ترمنځ مستقیمې اړیکې په 1972 کال کې ټینګې شوې.

د ځینو رپوټونو له مخې د دواړو خواو ترمنځ د سختو جگړو له امله یواځی په شمالي کوریا کې سل ګونه زره تنه ووژل شول، د ملگرو ملتونو په لسگونو زرو کسانو هم خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ.

کیم ایل سونگ په شمالي کوریا کې د یو سخت او ځواکمن مشر په توګه پاتې شو، او نژدی 5 لسیزې یې په هغه هیواد کې حکومت وکړ هغه ته د (لوی مشر) لقب ورکول شوی او تر اوسه په ډېر درنښت یادیږي.

د کیم ایل سونگ تر مړینې وروسته د هغه زوی کیم ایل جونگ په 1994 کال کی د شمالي کوریا نوی ولسمشر شو، او د خپل پلار په شان د هیواد چارې په کلکه سره پر مخ بیایی.

په ټولیزه توګه د کوریا سیاسي او پوځي واک بیا هم د کارګر ګوند، پوځ او امنیتي کسانو په لاس کې پاتې شو چی د کیم ایل جونګ تر امر لاندې کار کوي.

امریکا له هماغه مهاله په جنوبي کوریا کې خپله یوه اډه ساتلې، چې دمګړۍ شاوخوا اته ویشت زره پوځیان پکې دېره دي.

روان ۲۰۱۰ کال د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ یو له کړکېچه ډک کال و.

د مارچ په میاشت کې د جنوبي کوریا تر سمندر لاندې یوه بېړۍ ډوبه شوه او شپږ څلوېښت تنه پکې ووژل شول، چې پړه یې پر شمالي کوریا ورواچول شوه، خو شمالي کوریا دغه ادعا رد کړه.

جنوبي کوریا او امریکا په ګډه څو ځلې پوځی تمرینونه ترسره کړل، او پر شمالي کوریا لا زیات بندیزونه ولګول شول، او په روانه اونۍ کې هم د جنوبي کوریا او امریکايي پوځیانو ګډه تمرینونه روان دي.

په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ سختې ډزې وشوې، او څو ورځې وړاندې د شمالي کوریا پوځ د یون پیونګ پر ټاپو د توپونو درنې ډزې وکړې، چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله او یو ځل بیا د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل شو.

بل خوا چین د شمالي کوریا یو له ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي، او له څو کلونو راهیسې د شپږ اړخیزو خبرو پر پرمخ بېولو ټینګار کوي، چې جاپان، شمالي او جنوبي کوریا، روسیه، امریکا او چین په کې شامل دي.

که څه هم شمالي کوریا د پوځیانو شمېر او تجهیزات د جنوبي کوریا په پرتله ډېر دي خو د جنوبي کوریا پوځي بودیجه د شمالي کوریا په پرتله نږدې پنځه برابره لوړه ده.

په ۲۰۰۲ کال کې د شمالي کوریا کلنۍ بودیجه پنځه میلیارده ډالره وه، خو د جنوبي کوریا پوځي بودیجه څلورویشت میلیارد ډالرو ته رسېده.

شمالي کوریا

ټول پرسونل ۱۱۰۶۰۰۰

پوځ ۹۵۰۰۰۰

سمندري پوځ ۴۶۰۰۰

هوايي پوځ ۱۱۰۰۰۰

ټانکونه ۳۵۰۰

اوبتلونه ۴۳

جنګي الوتکې ۳۸۸

توپخانې ۱۷۹۰۰

جنوبي کوریا

ټول پرسونل ۶۸۷۰۰۰

پوځ ۵۶۰۰۰۰

سمندري پوځ ۶۸۰۰۰

هوايي پوځ ۴۴۰۰۰

ټانکونه ۲۷۵۰

اوبتلونه ۱۳

جنګي الوتکې ۴۶۷

توپخانې ۱۰۷۷۴

شمالي کوریا چی یو له بې وزلو او اقتصادي پلوه وروسته پاتې هیوادونو څخه ګڼل کیږي په 2007 کال کی یی ناخالص تولیدات دوه پر دریمه برخه رالویدلي و.

خو جنوبي کوریا د اقتصاد له پلوه په آسیا کې یوځواکمن هېوا بلل کیږي، خو که ددواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه همدا شان روان وي نو د جنوبي کوریا اقتصاد به هم بې اغیزې پرې نه ږدی.