عزيزي: د نوې ولسي جرګې د کار د پيل لپاره تياری روان دی

همايون عزيزي
Image caption همايون عزيزي وايي نوې ولسي جرګه به شاوخوا يوه مياشت وروسته په کار پيل وکړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو پرسر له روانو ناندريو سره سره چارواکي د نوي پارلمان پرانيستل کېدو ته د تابياوو خبرې کوي.

تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د غزني ولايت د ټاکنو د وروستيو پايلو په اعلانونولو سره ، په دغه هېواد کې د سپټامبر د 18 نېټې پارلماني ټاکنو بهير بشپړ اعلان کړ.

چارواکي وايي له دې سره د پخوانۍ ولسي جرګې کاري دوره په رسمي توګه پای ته ورسېده او د نوې ولسي جرګې د پرانيستل کېدو لپاره يې چمتوالی له همدا اوسه پيل کړی دی.

په پارلماني چارو کې افغان وزير همايون عزيزي بي بي سي ته وويل د نوې ولسي جرګې غړو ته تر يوې اوونۍ اړينې روزنې او د ولسمشر لخوا د مشرانو جرګې د يوه ثلث يا درېيمې انتصابي غړو له ټاکل کېدو وروسته نوی پارلمان په رسمي توګه خپلې چارې پيل کړي.

پرهمدې مهال د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون وياند نور محمد نور وايي د نوې ولسي جرګې له نيمايي ډېرو غړو ته يې تصديق ليکونه ويشلي او په پاتې نورو به يې هم په راتلونکو ورځو کې وويشي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ولسي جرګې د وروستيو پايلو د اعلانېدو د بهير بشپړېدل له نړيوالو غبرګونونو سره مله و.

په دې ترڅ کې په کابل کې د امريکا سفارت که څه هم په ټاکنو کې د شويو درغليو يادونه کوي خو د خپل هېواد په استازۍ وايي سره له دې هم د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو خپلې چارې په ښه توګه او له قانون سره سمې پای ته ورسولې.

په کابل کې د امريکا سفارت ويانده کيتلين هيډن وايي د امريکا متحده ايالتونه په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو د بشپړېدو هرکلی کوي: ((د امريکا متحده ايالتونه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا د ولسي جرګې د وروستيو او تصديق شويو پايلو د اعلانېدو هرکلی کوي.

د سپټامبر پر اتلسمه له امنيتي ګواښونو سره سره ميليونونه ښځو او نارينه و، په ټاکنو کې ګډون وکړ او خپلې رايې يې وکارولې.

که څه هم په ټاکنو سرغړونې وې، خو د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو له اساسي قانون او د ټاکنو له قانون سره سمې خپلې چارې پای ته ورسولې.موږ د نوي پارلمان پرانيستل کېدو ته سترګې پر لاره يو.))

خو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نوې ولسي جرګې د پرانيستل کېدو لپاره د تابياوو خبرې کېږي، د وږې د اوويشتمې پارلماني ټاکنو په تړاو د افغانستان د لويې څارنوالۍ او د ټاکنو کمېسيون ترمنځ ناندرۍ لا هم پر خپل حال پاتې دی .

دغه راز د وروستيو پايلو د اعلانېدو په مخالفت کې د يو شمېر نوماندانو احتجاجونه هم روان دي.