افغان حکومت وايي د معلولانو ژوند ته ځانګړی پام کوي

يو افغان معلول
Image caption د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي تر اوسه پورې له دوی سره تر اتيازرو ډېر معلولين ثبت شوي دي.

افغان حکومت وايي د معلولينو د امتيازونو د نوي قانون په پلي کېدو سره به ددغه پوړ ژوند ښه شي.

خو يو شمېر افغان معلولان وايي چې دوى پخپل ژوند کې راز راز او گڼې ستونزې لري چې حکومت يې د هوارولو په موخه تر اوسه کوم گټور گام نه دى پورته کړى.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې تر اتياو زرو ډېر معلولان ورسره ثبت دي ،خو ويل کېږي چې په دغه هېواد کې زرگونه داسې نور معلولان هم شته چې تر اوسه له دغه وزارت سره د خپلو نومونو په ثبتولو نه دي بريالي شوي.

اوسمهال افغان حکومت هر يوه ثبت شوي معلول ته په مياشت کې ٧ سوه افغانۍ تنخوا ورکوي چې ټول ټال ١٥ امريکايي ډالره کېږي.

خو که د کورونو لوړې کرايې، د خوراکي توکيو لوړې بيې او د ژوندانه نورې اړتياوې په پام کې ونيول شي نو دغه پيسې په هېڅ شمېرل کېداى شي.

ځينې معلولان وايي له همدې کبله لاس نيولو ته اړېږي يا يې ماشومان درنو کارونو اړ وځي.

خو افغان حکومت وايي چې د معلولانو د ژوند د ښه کولو په موخه يې ځينې پروگرامونه پيل کړي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي د معلولانو د امتيازونو قانون د افغان ولسمشر له خوا توشيح شوى ،چې په پلي کولو سره به يې د معلولانو ژوند ښه شي.

ددغه قانون له مخې به هر معلول د اتم بست د يوه مامور معاش تر لاسه کوي،خو داسې ښکاري چې سږ کال به دغه قانون د بوديجي د نشتوالي له کبله پلى نه شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند وايي چې ددغه قانون د پلي کولو په موخه به نوې کړنلارې جوړوي.

افغان حکومت وايي د تېرو دريو کلونو په ترڅ کې يې معلولانو ته نژدې لس زره د کور جوړولو نمرې وېشلې دي او حکومتي او ناحکومتي ادارو ته يې ويلي چې د خپلو کارکونکو درې سلنه له معلولانو وټاکي.

خو بله غاړه يو شمېر معلولان وايي سره له دې چې لوړې زده کړې لري او د روغو رمټو کسانو په څېر کار کولاى شي، مګر بيا هم دنده په لاس نه ورځي.

يو شمير معلولان وايي نه يوازې دا چې د خلکو لخوا يې درناوى نه کېږي بلکې ځينې خلک يې سپکاوى هم کوي.بله دا چې د ښاري ترانسپورت په برخه کې هم څه امتياز نه ورکول کېږي.