کرزی: د بې باورۍ فضا ختمول ضروري دي

ښاغلی کرزی له ګیلاني سره
Image caption ولسمشر کرزي دا خبرې په کابل کې د پاکستان له لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره په یوه خبري ناسته کې وکړې.

افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل چې د ترهګرۍ ضد جګړې ګټل د دغو دواړو هېوادونو پر یو والي پورې اړه لري.

افغان ولسمشر ژمنه وکړه چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې ددوی له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي او همدا هیله یې له مقابل لوري هم وکړه.

بل خوا د پاکستان لومړي وزیر وویل چې دواړه هېوادونه د لابریالیتوب لپاره باید د یو بل د ملامتولو پر ځای په خپلو کې همکاري ټینګه کړي.

د افغانستان او پاکستان د مشرانو ډېر ټینګار د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا وو . دوی ویل یوازې د همدې لارې کولای شي په ګډه پر ترهګرۍ برلاسي شي.

افغان ولسمشر چې د پاکستان له لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني سره یې تر خبرو وروسته په یوې ګډې خبري غونډې کې خبرې کولې وویل چې چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي، خو په بدل کې یې پر پاکسان هم ټینګار وکړ چې څوک پرینږدې د دوی امنیت ګډوډ کړي:

''له پاکستان سره دوستي ایجابوي چې هغه هېواد هم افغانستان ته د یوه دوست او ، د اقتصادي ودې او ثبات د عامل په سترګه وګوري. موږ همدا کار کوو او اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار واخيستل شي او له پاکستان څخه هم دا توقع لرو .''

ولسمشر کرزي د دواړو هېوادونو تر منځ د باور شتون ته په اشارې وویل چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی .

افغان ولسمشر دا هم وویل چې د پاکستان د غوښتني له مخې به د افغان پوځ او پولیسو یو شمېر افسران په ځانګړو برخو کې د روزني په موخه پاکستان ته واستول شي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني وویل چې ددوی هیواد هم تر ډیره ترهګرۍ ځپلی او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړې دي نو ځکه یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې د دواړو لورو هڅې اړینې وبللې:

''افغانستان به په هېڅ میدان کې د پاکستان د ملا تړ پرته بریالی نشي. لکه څنګه چې ولسمشر کرزي وویل موږ هم د ترهګرۍ قرباني شوي یو، تر اوسه موږ زرګونه سرتېري په دې لاره کې قرباني شوي او سیاستوال مو په نښه کېږي. پاکستان هم د افغانستان په څېر له ترهګرۍ نه ځورېږي نو پکار ده چې دواړه هېوادونه په ګډه کار وکړي.''

ښاغلي ګیلاني هغه راپورونه رد کړه چې د پاکستان استخباراتي کړۍ د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري. د ویکيلیکس له لوري په وروستیو افشا شویو اسنادو کې ویل شوي چې پاکستان پر خپلو استخباراتي سرچینو کنټرول نه لري او دغو ادارو افغانستان له ستونزو سره مخامخ کړی دی، خو ښاغلي ګیلاني دغه راپورونه رد کړل:

Image caption د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني وویل چې ددوی هیواد هم تر ډیره ترهګرۍ ځپلی او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړې دي نو ځکه یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې د دواړو لورو هڅي اړینې وبللې.

''د افغانستان او پاکستان ترمنځ په معلوماتي او دفاعي برخو کې نژدې همکارۍ شته. اوس چې موږ د یوبل دوستان یو، نو باید پر یوبل باور هم ولرو او د ویکيلیکس راپورونه باید موږ اندېښمن نه کړي.''

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکي له ډېرو پېچلو حالاتو سره مخامخ دي. تر ډېره د دواړو هېوادونو مشران یو بل تورنوي چې اورپکي مقابل لوري ته ورلېږي.

د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شوې وې او کله- کله به د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته سخت الفاظ هم کارول.

خو وروسته له دې چې په پاکستان کې ملکي رژیم واکمن دغه اړیکي ظاهراً تر پخوا ښې شوې دي.

ورته مطالب