م.م د وږو افغانانو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده

افغان ماشوم
Image caption تېر کال ملگرو ملتونو د افغانستان لپاره د ٧٧٥ ميليون ډالرو د مرستو د ورکړې غوښتنه کړې وه چې دوه پر دريمه برخه غوښتل شوې مرستې ور رسېدلې دي.

ملگر و ملتونو د سلگونو ميليون ډالرو مرستو د ورکړې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې ميليونونو کسانو ته بشري مرستې برابرې کړي.

ملگري ملتونه وايي د افغانستان د وگړو څلورمه برخه له لوږې او بې وزلۍ سره مخا مخ دي. افغان چارواکي دا خبره مني او وړانديز يې دادى چې نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو لپاره په اوږد مهاله پروژو کې مرسته وکړي.

د ملگرو ملتونو سازمان د نژدې ٦٨٠ ميليون ډالرو د مرستو دغه غوښتنه د راتلونکي ميلادي کال لپاره شوې چې په افغانستان کې له لوږې سره مخامخ خلکو ته بشري مرستې برابرې کړي .

ملگري ملتونه وايي څه باندې اووه ميليونه وگړي په افغانستان کې له لوږې کړيږي اوگڼ نور د نيغو خورا کي توکو په مرستو ژوند تېروي.

درې لسيزو جگړو، وچکالیو، بېکارۍ د خلکو اقتصاد ځپلۍ او په لويه کچه بشري مرستو ته اړتيا لري.

په تېرو څو کلونو کې ملگرو ملتونو هر کال په دغه برخه کې د ميليونو نو ډالرو مرسته کړې خو لاهم دغه ستونزه پراخه بلل کېږي.

په تېرو نهو کلونو کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د سلگونو ميليون ډالرو مرستې کړي خو لويه برخه يې د جگړو او تاوتريخوالي په کابوکولو لگول شوي.

په بله مانا لاهم په افغانستان کې د بشري مرستو د برابرولو مسله ملگرو ملتونو او افغان حکومت ته يوه ډيره مهمه مسله ده .

افغان چارواکي د نړيوالې ټولنې د مرستو د غوښتنې د نوي وړانديز هر کلى کوي او غوښتنه يې داده چې د خلکو د ژوند د ښه والي او بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره دې اوږدمهاله پروژو کې مرسته وکړي چې په باور يې بل کال بيا دغه ستونزه نه وي پاتې .

د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي حکومت يې هم د بې وزلۍ د له منځه وړلو هڅې کوي.

افغانستان د ملگرو ملتونو د بشر ي پراختيا د شاخص له نظره د ١٦٩ هېوادونو له ډلې په ١٥٥ نمبر کې ځاى لري چې بشري وضعیت پکې لاهم د پراخې اندېښنې وړ بلل کېږي.

تېر کال ملگرو ملتونو د افغانستان لپاره د ٧٧٥ ميليون ډالرو د مرستو د ورکړې غوښتنه کړې وه چې دوه پر دريمه برخه غوښتل شوې مرستې وررسېدلې دي.

تيره اوونۍ نړيوال سره صليب هم له افغانستان سره د مرستې لپاره د نژدې ۹۰ ميليون ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې په افغانستان کې د حکومت او وسله والو ترمنځ جگړو له کبله بشري وضعیت لا خراب شوى او د مرستو رسولو چاره له خنډونو سره مخامخ شوې.