افغانستان د لوبو د يوې نړيوالې کمېټې غړيتوب تر لاسه کړ

د افغانستان د اولمپيک ملي کمېټه
Image caption افغانستان وايي د لوبو او سولې په نړيوالې کمېټه کې د افغانستان له غړيتوب سره به د لوبو په برخه کې دغه هېواد ته د نړيوالو پام ډېر شي .

د پرانسې په ماناکو ښار کې د سولې او لوبو د کمېټې په کلنۍ غونډې کې سږ کال د لومړي ځل لپاره د افغانستان استازي هم برخه درلوده .

د المپيک د ملي کمېټې چارواکي وايي د سولې او لوبو د کمېټې په سږنۍ غونډه کې د سلګونو هېوادونو او دلوبو د بنسټونو او ادارو استازو برخه درلوده چې د افغانستان د لوبو حالت يې هم ارزولی دی .

د اولمپيک دملي کمېټې يو چارواکی عارف پيمان وايي د دوی د ارزونې پايله دا شوه چې افغانستان ته د سولې او لوبو د نړيوالې کمېټې غړيتوب ورکړي .

په افغانستان کې که څه هم لوبې د ودې په حال کې دي خو په دې برخه کې ستونزې هم لږې نه دي. د روزنکو نشتوالی ، مالي کمرزورتيا او نا امنۍ هغه څه دي چې په يوه ډول نه يو ډول يې په افغانستان کې دلوبو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

خو ښاغلي پيمان تر ټولو لويه د لوبغالو نشتوالی بولي چې ددغه هېواد لوبغاړي ورسره مخامخ دي.

ښاغلي پيمان وويل چې د سولې او لوبو د کمېټې ځينو غړو هېوادونو او د لوبو ادارو ژمنه کړې چې له افغانستان سره به دلوبو د پرمختګ او ودې په برخه کې مرستې کوي .

که څه هم ده ددغو مرستو د لګېدلو د برخې او څرنګوالي په تړاو ډېر جزيات ور نه کړل خو دومره يې وويل چې استراليا او ناروې منلې چې د تينس په برخه کې مرستې وکړي .

د لوبو د نړيوالو ادارو او بنسټونو ارزونې په ګوته کوي چې افغانستان په ډېرو لږو کلونو کې د لوبو په برخه کې خورا ډېر پرمختګ کړی په په تېره بيا د کرېکټ په لوبه کې چې دا مهال ورته ډېره تمه پيدا شوې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې څو ورځې مخکې په چين د اسيايي هېوادونو په لوبو کې د سپينو زرو مډال راوړ او وړمه ورځ يې په عربي متحده اماراتو کې د لويو وچو تر منځ لوبو کې اتلولي وګټله .

ورته مطالب