گيټس وايي په افغان جگړه کې پرمختگ شوى خو لاره لا اوږده ده

رابرټ ګېټس
Image caption امريکايي وزير له خپلو عسکرو سره تر کتنې وروسته وويل چې د هغوى ننگونې اوس هم لا سترې دي.

رابرټ گيټس د افغانستان په اړه د امريکا د تگلارې تر ارزونې لږ وړاندې، له عسکرو سره د کتنې ته لپاره د افغانستان لومړۍ ليکې ته ورغلى و.

ښاغلي گيټس وويل چې له ټولو سختيو سره سره، په افغانستان کې شويو پرمختگونو هڅولى دى.

ټاکل شوې ده ددې کتنې پرمهال رابرټ گيټس له افغان ولسمشر حامد کرزي او له خپلو جگپوړو پوځي مشرانو سره وگوري.

امريکايي وزير له خپلو عسکرو سره تر کتنې وروسته وويل چې د هغوى ننگونې اوس هم لا سترې دي:

"د سيمه ييزې حکومتولۍ په برخه کې ځينې ښه خبرونه شته. هغوى راته وويل چې ولسوالان يې اوس وړ کسان دي. خو دا هم پوره روښانه ده چې دوى دلته – پولې ته نژدې، له سختو نښتو سره هم مخامخ دي."

د اوباما اداره غواړي ددې مياشتې تر پايه خپل ولس ته معلومات ورکړي چې د عسکرو تر ډېرولو وروسته يې په افغانستان کې پرمختگونه څنگه وو. د ډېرو اټکل دادى چې په دې کې به د بريو او سختيو خبرې دواړه وي.

په جنوبي برخو او کابل ته نژدې سيمو کې به د بري خبره وشي چې امريکايي پوځيان وايي له طالبانو نه يې نوښت تر گوتو کړى دى. خو په ختيځ کې به ستونزې لاهم سترې وبلل شي.

په جنوب کې د پرمختگ د يوې نښې په توگه، يوه جگپوړي امريکايي قوماندان پرون د هلمند په مارجه کې د بشپړ بري اعلان وکړ.

هغه وويل سيمې ته د عسکرو تر استولو څو مياشتې وروسته اوس د حالاتو بشپړه ولکه د دوى په لاس کې ده.

Image caption ښاغلي کامران چې پخوا يې له افغانستان نه د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره د ٢٠١٤ کال پاى ټاکلى و، اوس وايي ښايي دغه کار همدا راروان کال پيل شي.

د هلمند په عملياتي ډگر کې اوس د برتانوي ځواکونو ځاى امريکاييانو نيولي. پر دغو ځواکونو افغان لوري او د برسېره شويو اسنادو له مخې امريکايي چارواکو نيوکې درلودې چې پوره اغېزمن نه دي.

خو د برتانيا صدراعظم ډيويډ کامران چې هغه هم پرون افغانستان ته ورغلى و، د خپلو ځواکونو د کړنو دفاع وکړه.

هغه وويل د ويکیليکس له خوا په خپرو شويو اسنادو کې چې د ولسمشر کرزي او امريکايي ځواکونو له خوا پر برتانوي ځواکونو کومې نيوکې راغلي، هغه په تېر کال کې د ځواکونو تر ډېرولو مخکې مهال پورې اړه لري.

ښاغلي کامران چې پخوا يې له افغانستان نه د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره د ٢٠١٤ کال پاى ټاکلى و، اوس وايي ښايي دغه کار همدا راروان کال پيل شي.

ورته مطالب