لویه څارنوالي: ښايي د ټاکنو وروستۍ پایلې 'بې اعتباره' وګڼل شي

Image caption د افغانستان د لويې څارنوالۍ سرچينې وايي چې د ولسي جرگې په ټاکنو کې د درغلو کسانو په اړه يې دوسيې بشپړې کړي او ښايي ډېر ژر يې په اړه د محکمې لخوا حکم صادر شي.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ سرچينې وايي چې د ولسي جرگې په ټاکنو کې د پراخه درغليو په تړاو د لاسته راغلو شواهدو او اسنادو له مخې ښايي د ټاکنو وروستۍ پايلې بې اعتباره وگڼل شي.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي بي بي سي ته وويل په هغو ولايتونو کې چې ټاکنې د بېلابېلو لاملونو له امله په ټولو ولسواليو کې نه دې شوې، بايد هلته بيا له سره ټاکنې وشي .

خو د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي چې د ټاکنو د بې باوره کولو او يا باوري کولو واک يوازې او يوازې ټاکنيز کميسيونونه لري او په خبره يې چې په دې برخه کې لويه څارنوالۍ د دغو ټاکنو د بې باوره کولو په اړه څه نه شي کولاى.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ سرچينې وايي چې د ولسي جرگې په ټاکنو کې د درغلو کسانو په اړه يې دوسيې بشپړې کړي او ښايي ډېر ژر يې په اړه د محکمې لخوا حکم صادر شي.

د دغې سرچينې په وينا چې په لومړي سر کې به د ټاکنو وروستى پايلې بې باوره وگرځول شي او په دويم گام کې به د هغو سيمو د پايلو برخليک هم جوت شي چې هلته د بېلابېلو دليلونو په وجه سرتاسري ټاکنې نه دي شوې.

په ټوله کې د لويې څارنوالۍ دغه نوې غوښتنې ښايي د هغو ولايتونو د استازو د پرله پسې اعتراضونو لپاره يو ښه ځواب وي چې تر اوسه يې د ټاکنو پايلو ته غاړه نه ده اېښي.

خو يو شمېر حقوق پوهان وايي چې د افغانستان د ټاکنو د قانون پر بنسټ د رسېدلو شکايتونو څېړنه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون دنده ده او پايلې يې يوازې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له واکونو څخه دي.

سره له دې چې د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلانېدو وروسته د بېلابېلو ولايتونو نه ولاړو کانديدانو او د هغوى پلويانو لاريونونه وکړل، خو د غزني او هرات د ولايتونو د استازو نيوکې تر نورو هغو زياتې وې.

دغو کانديانو ادعا کوله چې له يوې خوا ټاکنې سرتاسري نه وې او له بله پلوه ځينو حکومتي لوړپوړو چارواکو يې تور پورې کړى و چې د ټاکنو پايلې يې پخپله خوښه بدلې کړي دي.

هغوى په دې تړاو د داسې غږيزو کسټونو يادونه هم کوله چې په خبره يې هم يې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون او هم يې لويې څارنوالۍ ته سپارلې دي، خو د ټاکنو خپلواک کميسسيون او هم د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيونونو چارواکي تر سره شوې چارې قانوني بولي او وايي چې د ټاکنو د قانون له مخې په داگه شوې پايلې قانوني دي او کوم شکايتونه چې د ځينو کانديدانو لخوا هغوى ته رسېدلي په هغو کې داسې څه نه شته چې په وينا يې د ټاکنو پايلې دې بې باوره کړي:

خو لويه څارنوالي وايي چې داسې شواهد او لاس وندونه دوى تر گوتو کړي چې له مخې يې تېرې ټاکنې بې باوره گرځيدلى شي، خو بله غاړه د ټاکنو چارواکي بيا په دې برخه کې د ټاکنو قانون غوره بولي او په وينا يې چې د ټاکنو د خپلواک او ټاکنيزو شکايتونو د کميسيونونو پرته نورې ادارې دا واک نه لري چې د ټاکنو پايلې دې بدلې رابدلې کړي:

Image caption يو شمېر حقوق پوهان وايي چې د افغانستان د ټاکنو د قانون پر بنسټ د رسېدلو شکايتونو څېړنه د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون دنده ده او پايلې يې يوازې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له واکونو څخه دي.

تر دې وړاندې کله چې د ټاکنو خپلواک کميسيون وروستۍ پايلې په داگه کړې لويې څارنوالۍ هغه نامشروع بللې وې، دا رنگه دغې څارنوالۍ دا هم ويلي و چې د ټاکنو د کميسيون د ځينو غړو په اړه داسې اسناد او شواهد يې موندلي چې هغوى د بډو په اخيستلو سره ځينې بريالي نوماندان ناکامه کړي او پاتې راغلي کانديدان يې د هغوى پرځاى نومولي دي، چې دغه ادعاوې هم د ټاکنيزو شکايتونو او هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا په کلکه ردې شوې دي.

بله غاړه د ولسي جرگې په ټاکنو کې هم پاتې راغليو کانديدانو او هم برياليو کانديدانو هر يو پخپله گټه لاريونونه وکړل، که پاتې راغليو کانديدانو ټاکنې باطلې وگڼلې نو برياليو کانديدانو بيا پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر زره دې د ملي شورا نوى پړاو پرانيزي.

خو افغان حکومت وايي چې دا مهال د افغانستان د مشرانو جرگې ژمنۍ رخصتي ده او د دغې رخصتيو تر بشپړېدو شونې نه برېښي چې د ملي شورا لومړنۍ غونډه دې پرانيستل شي، خو له لويه سره په دې برخه کې حکومتي چارواکي په دې اړه له څه ويلو په څنگ تېرېږي.

ورته مطالب