ستاسې غږ: د اداري فساد د بېلابېلو ډولونو مخنيوى څرنګه شونى دى؟

افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دى چې اداري فساد په کې يوه لويه ستونزه ده.

په اداري فساد په نړيواله کچه د بل هر څه نه زيات د خلکو په منځ کې خبرې کيږي.

د بي بي سي ديوې سروې ترمخه چې ٢٦ هېوادو کې ١٣٠٠٠ کسانو سره په کې خبرې شوي هغوي څخه ٢١ فيصدو ېې منلې چې په اداري فساد او حرص ېې تيرې يوې مياشتې کې خپلو ملگرواو خپلوانو سره خبرې کړې دي.

دې بحث ان د ډيرې خوارۍ ، بې روزگارۍ او د خوړو لوړېدونکو بيو نه هم نمبر وړى دى.

افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دى چې اداري فساد په کې يوه لويه ستونزه ده.

نن ستاسې غږ کې په ادارې فساد او د هغې په پتو بڼو لکه ډالېو، مېلمستياوو، د مسؤوليتونو ويشلو کې د خپلوۍ پالنې اونورو غږيږو.

دغه رازدې ته گورو چې په ټولنې ددې منفي اغيز څه دى، مخنيوي لپاره ېې څه پکار دي او ايا شونې ده چې مخه ېې ونيول شي.

پروگرام کې به افغانستان کې د اداري فساد ضد د مبارزې د عالي ادارې د تعقيب او څيړنو ريس، غلام دستگير هدايت د کابل له سټوډيو څخه ستاسې پوښتنې ځوابوي.

که په دې لړ کې خپلې مشاهدې يا هم تجربه شريکول غواړئ، نو :

د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
زنگ راووهئ يا هم به ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
ايس ايم ايس راولېږئ. دغه راز په
Pashto@bbc.co.uk
خپل برېښنا ليکونه راوستوئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .