په کابل کې د لاسي توکو نندارتون جوړ شو

د نندارتون يوه څنډه

يو شمېر افغان سوداګرې مېرمنې وايي په دې وروستيو کلونو کې د دوی، لاسي صنايعو او توليداتو پاموړ وده کړې ده .

خو له دې سره سره ستونزه دا بولي چې د دغو توليداتو د بازار موندنې په برخه کې ورته دولت او نورې اړونده موسسې فرصتونه نه شي برابرولای .

په همدې حال کې د ښځينه سوداګرو د فدارسيو مسولين وايي هڅه کوي د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتونونو په مرسته له يوې خوا په سوداګرۍ کې د ښځو ونډه پياوړ کړې او له بلې خوا د افغانستان دغه لرغونی دود ژوندی وساتي .

په همدې موخه نن په کابل کې د ښځو د شپېتو صنعتي بنسټونو له لوري جوړ شوی چې پکې غالۍ، ورېښمينې جامې، خامکي ټوکرونه، مرۍ، ښکلي خاورين لوښي او د لاسي صنايعو نور ډولونه نندارې ته اېښودل شوي ول .

دغه يوه ورځنی نندارتون په پلازمېنه کابل کې په کابل سريناهوټل کې جوړ شوی و چې زيات نندارچيان يې بهرنيان ول.

له دې کبله چې دغه هوټل ته په دوديز ډول عام ښاريان نه شي ورتلای نو نندارتون ته ډېر لږ افغانان ورغلي ول .

د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدارسيون مشره ګل جان زمری وايي ددغه نندارتون د جوړلو يوه موخه د افغان توليدوونکو اقتصادي وده او پياوړتيا او د دوی توکو او توليداتو ته بازار موندنه ده .

ښاغلي زمري زياته کړه چې د نندارتون بله موخه دا ده چې د افغانستان لاسي صنايع افغانانو او بهرنيانو ټولو ته ور وپېژني .

د افغان مېرمنو د پياوړتيا د موسسې ((اوپاک )) د لاسي صنايعو د برخې مشره مريم هاشمي وايي په دغه ډول نندارتونونو کې د ونډې اخيستلو له لارې دوی کولای شي خپلو لاسي صنايعو ته بازار ومومي.

دغه راز هغې وويل دوی کولای شي له دغې لارې څخه له بهرنيو مرستندويانو سره وګوري او په دغې برخه کې ترې مرستې وغواړي .

په همدې حال کې يو شمېر مېرمنې وايي د افغانستان ځينې لاسي صنايع اوس هېر شوي چې نه دولتي او نه نادولتي ادارې ورته پام کوي .

د کابل استالف ولسوالۍ له هغو ځايونو څخه ده چې ډېر نازک او ښکلي خاورين لوښي پکې جوړېږي .

دغلته د ښځو د ځايي شورا مشره حسينه محبوبي وايي د استالف د لوښو صنعت ورو ورو د خلکو هېرېږي .

ددغه نندارتون جوونکو وايي د ځينو مرستندويو بنسټونو په مرسته هڅه کوي چې دغه ډول يو نندارتون له افغانستان د باندې هم جوړ کړي او د افغان سوداګرو مېرمنو لپاره ښه فرصتونه برابر کړي .