لاريوني: په افغانستان کې دې انتقالي عدالت پلی شي

لاريوني
Image caption لاريونو له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت په پلي کولو کې مرسته وکړي.

په کابل کې د تېرو دريو لسيزو جگړو د قربانيانو لسگونو وارثانو او د بشر د حقونو فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې د انتقالي عدالت د بهير د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

راټولو شويو وگړود يوه سوليز لاريون په ترڅ کې افغان حکومت پر دې تورن کړ چې گنې د جنگي مجرمانو ملاتړ کوي.

را ټولو شويو کسانو چې شمېر يې له دوو سوو اوښت د کابل پر يو عمومي سړک لاريون وکړچې له دغې ټولگې څخه ډېر شمېر يې ښځې او ماشومان ول.

لاريون کونکو چې له ځانونو سره يې ددريو تېرو لسيزو د قربانيانو انځورونه لېږدول، په خپلو شعارونو سره د عدالت غوښتنه کوله.

لاريون کونکو افغان حکومت تورن کړ چې گنې د جنگي مجرمانو ملاتړ کوي،همدا راز راټولو شويو کسانو ويل چې په افغانستان کې عدالت تر سياسي جوړجاړيو قربان شوى دى.

لاريون کونکي په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازۍ دفتر يوناما مخکې ته تم شول او د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې يې په دغه هېواد کې د جنگي مجرمانو د محاکمې غوښتنه وکړه:

(( موږ له واکمنۍ څخه د وروستيو دريو لسيزو د ټولو مجرمانو د گوښه کولو غوښتونکي يو،موږ په يوې با صلاحيته ملي او نړيواله محکمه کې د هغو ټولو کسانو محاکمه غواړو چې په تېرو دريو لسيزو کې يې جنايت او خيانت کړى دى،موږ غوښتنه کوو چې ټول ډله ييز قبرونه بايد وموندل شي،او کوم ډله ييز قبرونه چې موندل شوي په اړه يې پلټنه غواړو،همدا را موږ ددغو قبرونو د عاملانو موندل او محاکمه کول غواړو.موږ په دې برخه کې د حکومت له شرمه ډکه چوپتيا ملي خيانت بولو.))

لاريون کونکو پر نړيواله ټولنه هم نيوکه وکړه چې ګنې ميلونونه ډالر ددې لپاره لگوي چې وسلوال طالبان او د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب هم د سولې د بهير له لارې د حکومت برخې وگرځوي.

لاريون کونکو ويل چې دوى له افغان حکومت څخه کومه غوښتنه نه لري ځکه چې په جنگي جرمونو تورن کسان پکې راټول دي ، بلکې غوښتنه يې له نړيوالې ټولنې څخه ده چې د ولسواکۍ په نوم دغه هېواد ته راغلې ده.

د لاريون کونکو په وينا دغه لاريون د يو شمېر ټولنو له خوا سنبال شوى و چې د افغان دادخواهانو او د انتقالي عدالت د همغږۍ ټولنې يې په سر سر کې راتلې.

راټولو شويو کسانو د تېرو دريو لسيزو د قربانيانو له خپلو خپلوانو وغوښتل چې تورنو کسانو د محاکمې په موخه له دوى سره يو ځاى شي.