په خوست کې تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول

ماين پاک
Image caption تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه ماين پاکان چا او ولې تښتولي ول، خو چارواکي وايي دوی اوس په دې اړه پلټنې کوي.

د خوست چارواکي وايي هغه اتلس ماين پاکان يې راخوشې کړل چې تېره ورځ نا څرګند وسلوالو تښتولي ول.

د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاقزي بي بي سي ته وويل د بهرنيو ځواکونو په مرسته يې تېره شپه د منګلو دره کلابنده کړه چې سهار وختي يې ماين پاکان راخوشې کړل .

هغه وويل معلوم نه شول چې دغه کسان چاتښتولي ول .

دغه راز ده زياته کړه راخوشې شوي کسان ستړي ول نو ځکه دوی ورسره ډېرې خبرې نه دي کړي او وروسته به معلومه شي چې چا تښتولي ول.

ښاغلي اسحاقزي وويل ماين پاکانو ته زيان نه دی رسېدلی خو موټر يې ورڅخه پاتې شوی دی .

دغه ماين پاکان تېره ورځ د خوست د موسى خېلو ولسوالۍ د مازغوره په سيمه کې ناڅرګندو وسلوالو تښتولي ول .

دوی د اېم ډي سي په نامه دماين پاکۍ له يوې موسسې سره کار کاوه چې خوست ښار ته پر لارې وتښتول شول .

تېره ورځ ښاغلي اسحاقزي ويلي ول ، ددوى د راپورونو له مخې ، وسلوال لس تنه ول، چې په دوو موټر سايکلونو او دوو سراچه ډوله موټرنو کې سپاره او ماين پاکان يې پخپل کاماز ډوله موټر کې له ځانه سره بيولي ول.

دغه راز ده ويلي ول چې تښتول شوي کسان د امنيتي ادارو له خبرولو پرته سيمې ته تللي ول.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ په ننګرهار ولايت کې هم د اومر د ماين پاکۍ موسسې ١٦ کارکوونکي تښتول شوي و، چې وروسته بېرته خوشې شول.