لویه څارنوالي: د ټاکنو پایلې دې باطلې اعلان شي

ښاغلی نظري
Image caption د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایي، خپله دا پریکړه یې اړونده محکمې ته لیږلې او ورځینې غوښتي یې دې چې د ټاکنو پایلې لغو اعلان کړي او رایې له سره وشمېري

د افغانستان لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له محاکمو غوښتي چې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې باطلې اعلان کړي.

د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د هغو لاسوندونو پر بنسټ کړې چې په ډاګه کوي په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او ټاکنې مشروعیت نه لري.

خو د افغانستان د سترې محکمې چارواکي وایي: محکمې ته په دې اړه تر اوسه کومه دوسیه نه ده رسیدلې او په اړه څه ویل له وخته وړاندې بولي.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان پرسر د ټاکنو د کمیسیون او د دغه هیواد د لویې څارنوالۍ لانجه د هرې ورځې په تېرېدو نوې بڼه خپلوي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، په ټاکنو کې د درغلیو او په ډاګه سرغړونو پر بنسټ یې د ټاکنو د وروستیو پایلو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایي، خپله دا پریکړه یې اړونده محکمې ته لیږلې او ورځینې غوښتي یې دې چې د ټاکنو پایلې لغو اعلان کړي او رایې له سره وشمېري:

''د څېړنو په پایله کې فساد او پراخې درغلۍ، بې باکي، بې عدالتي، برالا بډې چې د دې بهیر نه مشروعیت په ډاګه کوي، د دې لامل شو چې لویه څارنوالي خپله پریکړه اړونده محکمو ته وړاندې کړي او د ټاکنو د وروستیو پایلو د لغو کولو، د یوه بې پرې کمیسیون لخوا د نوماندانو د استازو په وړاندې د رڼوالي په موخه د رایو د بیا شمېرلو او په پایله کې د دغو پېښو د عاملیونو لپاره د جزا غوښتنه وکړي.''

ښاغلی نظري وایي، د قانون له مخې یې د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو ۱۴ غړو ته هم د جزا غوښتنه کړې او ترڅنګ د ۱۲ نورو کسانو چې صرافان او په بډو کې ښکېل کسان په کې شامل دي، دوسیې یې بشپړې او محکمې ته لېږلې دي.

خو د سترې محکمې چارواکي وایي، تراوسه د لویې څارنوالی لخوا محکمې ته داسې کومې دوسیې نه دي رسیدلې. د سترې محکمې یو چارواکی بهاوالدین بها وایي، تر هغې چې محکمې ته دا دوسیې نه وي وررسیدلې او اړونده دوسیې ونه څیړل شي په اړه یې څه ویل له وخت وړاندې دي:

''د څارنوالۍ دا دوسیې محکمې ته نه دي رسېدلې، چې محکمه یې متن وویني چې ادعا چا کړې څارنوال کړې؟ څه یې غوښتي؟ بیا نو د یوې دعوې په څیر قانون شته دی، هیڅوک مخکې ترمخه نشي ویلي چې څه به کوو او څه به کیږي.

دا دوسیې سترې محکمې ته نه راځي عدلي محکمې ته راځي. خو تر هغې چې محکمه پوه نشي په دوسیه کې څه دي، څه یې غوښتي، دعوه یې د کومو اصولو او قوانینو پر بنسټ ده، مطالبه یې سمه ده او که نه ، د مقابل لوري چې ورباندې ادعا شوې د هغې ځواب څه دی؟ تر دې چې دا ټول موارد بشپړ شوي نه وي محکمه نه کومه پریکړه کوي او نه هم کومه نظر ورکولی شي.''

پر همدې مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند احمد ضیاء رفعت وایي، د لویې څارنوالۍ له لوري له محکمې د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د لغوه کولو د غوښتنې ترشا ښایي سیاسي انګیزې پرتې وي:

''د ټاکنو د پایلو د باطلولو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته هیڅ کوم خبر نه دی ورکړل شوی. خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د قانون پر بنسټ عمل کړی.

خو که نورې ادارې په دې برخه کې ځانته د مداخلې حق ورکوي ښایي استنباط دا وي چې نورې انګیزې ولري، ښایي سیاسي انګیزې وې، او یا هم سیاسي غچ اخیستنې یې ترشا پرتې وي.''

د ښاغلي رفعت په وینا د حکومت په دننه کې ځینې کړۍ او همدانګه هغه نوماندان چې د نوموړي په وینا د درغلیو په تور د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستی نوملړه ایستل شوي دي، پر لویې څارنوالي فشار اچوي چې وکولي شي له دې لارې خپلو هدفونو ته ورسیږي. نوموړي وایي که چیرې د افغانستان عدلي او قضایي ادارې د ټاکنو په چارو کې لاس وهنو ته ادامه ورکړي نو په خبره یې هغوی به یوې صلاحیت لرونکې محکمې ته شکایت وکړي.

Image caption پر همدې مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند احمد ضیاء رفعت وایي، د لویې څارنوالۍ له لوري له محکمې د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د لغوه کولو د غوښتنې ترشا ښایي سیاسي انګیزې پرتې وي

خو له حقوقي پلوه د لویې څارنوالۍ دا غوښتنه څومره له قانون سره سمون لري؟

يو شمېر حقوق پوهان وايي، د افغانستان د ټاکنو د قانون پر بنسټ د رسېدلو شکايتونو څېړنه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون دنده ده او پايلې يې يوازې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له واکونو څخه دي.

تر دې وړاندې کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وروستۍ پايلې په داگه کړې لويې څارنوالۍ هغه نا مشروع بللې وې، دا رنگه دغې څارنوالۍ دا هم ويلي و چې د ټاکنو د کميسيون د ځينو غړو په اړه داسې اسناد او شواهد يې موندلي چې هغوى د بډو په اخيستلو سره ځيني بريالي نوماندان ناکامه کړي او پاتې راغلي کانديدان يې د هغوى پر ځاى نومولي دي ، چې دغه ادعاوې هم د ټاکنيزو شکايتونو او هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا په کلکه ردې شويدي .

ورته مطالب