لاریوني: بهرنیانو ته جاسوسي کوونکي راوسپارﺉ

لاریون
Image caption په غصه شوو لاریونیانو د ځينو هټیو ښيښې هم ماتې کړې.

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې يو لاريون په تاوتريخوالي اوښتی.

په ګردېز کې د بي بي سي خبريال وايي د لاريون پر مهال په ښار کې ډزې پيل شوې او معلومه نه شوه چې د لاريون له منځه کېدې او که له کوم بله ځايه.

دغلته دعامې روغتيا چارواکي وايي تر اوسه يو پوليس او اوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

لاريون د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ په غبرګون شوی و چې تېره شپه يې په زرمت کې اووه تنه وژلي ول.

د بي بي سي خبریال وايي، لاریون کوونکو د ګردېز په ښار کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د پکتیا د ځايي چارواکو پرضد شعارونه ورکول.

سرچینه زیاتوي لاریون کوونکو د هغو جاسوسانو د ورسپارلو غوښتنه کوله، چې بهرنیو ځواکونو ته یې د عامو خلکو د جاسوسۍ خبر ورکړی و.

قهرېدلي لاريون کوونکي تر یوه ساعت پورې په ښار کې په غصه ګرځېدل، د ځينو هټیو او ګاډو ښيښې یې ماتې کړې.

که څه هم دغو په غصه شوو کسانو غوښتل، چې یو شمېر دولتي ودانیو ته ننوځي، خو د پولیسو لخوا پرې د تيت پرک کولو ډزې وشوې، چې په دې لړ کې اته کسان ټپيان شول.

رپوټونه وايي چې ډزې د پولیسو او د لاریون کوونکو دواړو لخواوو کېدې، چې په لړ کې یې یو پولیس او اووه لاریون کوونکي ټپيان شول.

ورته مطالب