له ترکمنستانه د غازو نللیکه پر افغانستان تېرېږي

Image caption د دغې د نل ليکې پر سر لومړى په ۱۹۹۶ کال خبرې پيل شوې او وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ يو تړون وشو او د اسيايي بانک له خوا تر څېږنو وروسته په کال ۲۰۰۸ کې هندوستان هم ورسره ملگرى شو .

افغان دولت وايي له ترکمنستانه د غازو د نل ليکې په اوږدو کي به داسې اووه زريز امنيتي ځواک وگوماري چې له افغانستانه تر پاکستانه د غځېدلې نل ليکې پالنه او ساتنه وکړي.

د دغه نل ليکې د ساتلو او پاللو لپاره به له پنځو زو نه نيولې بيا تر اوو زرو پورې امنيتي ځواکونه به په دندو وگومارل شي دغه نل ليکه چې شاوخوا ۱۷۰۰ کيلو متره اوږدوالى لري يوازې ۷۳۵ کيلومتره به يې له افغانستانه تېرېږي .

د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني وايي چې د دغو ځواکونو پرته نور امنيتي ځواکونه هم دنده لري چې د دغې نل ليکي امنيت خوندي وساتي .

''موږ چې د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت سره غږېدلي يو هغه ارزونې چې هغوى کړي وايي چې تر اوو زرو کسان کولاى شي د دغې نل ليکې امنيت خوندي کړي ، البته دا يوازې د همدغو اوو زرو کسانو چې ځانگړى ځواک به وي دنده نه ده بلکې د هغوى تر څنگ موږ نور يوليس لرو او د لويو لارو پوليس هم لرو او امنيتي پوستې لا له وړاندې هلته جوړې شوي دي.''

ښاغلي شهراني چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول سره په گډه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل چې د يادې پروژې تخنيکي څيړنې بشپړې شوي، د اسيايي بانک له خوا په کې د پانگونې ژمنه شوې او په غځېدا سره به يې د غازو له امله د هند او پاکستان اړتياوې پوره شي.

بله غاړه د بهرنيو چارو وزير وويل چې د دغې نل ليکې په غځولو سره به درې واړه هيوادونه سره نژدې او د هغوى ترمنځ به باور لازيات او تر پخوا به نور هم غښتلی شي:

''موږ په دې باور يو سيمه ييزې همکارۍ که ډيرې په اقتصادي بنسټونو ولاړې وي ، نو دغه نورې چارې ورسره اسانه کيدلاى شي ، دغه پروژې به کارونه وزيږوي ، او له امله به يې د هغو کسانو لپاره هم کار پيدا شي چې له وزگارتيا نه يې د نا امنۍ په چاره کې گټه اخيستل کيږي ، دا هم د امنيت لپاره گټه ور پريوځي ، او هم د اقتصاد لپاره . کله چې پرون هند او پاکستان په عشق اباد کې گډ تړون لاسليک کړ دا د دې څرگندويي کوي چې دغه همکارۍ به هيوادونه يو له بل سره نژدې کړي ، خو لا هم لويه لاره په مخ کې پاتې ده.''

افغان چارواکي وايي چې د دغه تړون له مخې به هر کال ۳۳ ميليارده متره مکعبه غاز به له ترکمنستانه افغانستان ، پاکستان او هند ته وليږدول شي او افغانستان به له هغې نه پنځه عشاريه ۱۱ميليارده مکعبه غاز تر لاسه کړي.

د دغو چارواکو خبره ده چې په راروانو دوو اونيو کې به د اسيا د پراختيايي بانک سره د څو سوو میليونو په ارزښت يو تړون لاسليک شي چې له مخې به يې د دغو پروژو نه د گټې اخيستلو لارې چارې په گوته شي .

Image caption د افغانستان د کانونو وزير د افغانستان او پاکستان ترمنځ د داسې يو بل تړون د لاسيليکولو خبره هم وکړه چې له مخې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ د ۲۰۱۱ کال تر پايه ترانزيتي تعرفو څرنگوالى هم جوت شي .

افغان چارواکي وايي د راتلونکي کال په نيمايي کې به د نړيوالو باوري کمپنيو تر منځ داسې يوه ټولنه جوړه شي چې په مټ به يې د دغې نل ليکې د غځولو چارې په ۲۰۱۲ کال کې پيل او تر ۲۰۱۴ کاله پورې به بشپړې شي او ويل کيږي چې د ۲۰۱۴ کال په پاى کې به له ترکمنستانه د غازو لېږدونه لومړى افغانستان او بيا به پاکستان او هندوستان ته پيل شي .

د افغانستان د کانونو وزير د افغانستان او پاکستان ترمنځ د داسې يو بل تړون د لاسيليکولو خبره هم وکړه چې له مخې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ د ۲۰۱۱ کال تر پايه ترانزيتي تعرفو څرنگوالى هم جوت شي .

د دغې د نل ليکې پر سر لومړى په ۱۹۹۶ کال خبرې پيل شوې او وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ يو تړون وشو او د اسيايي بانک له خوا تر څېږنو وروسته په کال ۲۰۰۸ کې هندوستان هم ورسره ملگرى شو .

ورته مطالب