پېلوزي ادبي هنري پروګرام

پېلوزي ادبي هنري پروګرام

پدې پیلوځي کې به په قاهره کې دفلمونوپه نړیوال فستیوال وغږیږو، دشاعرسره دهغه په چاپ شوي کتاب غږیږو، په افغانستان کې دشعربهیرکوم لورته روان دی؟ دافغانستان لرغوني اثار دبرتانیې موزیم ته رسیدلي دي. کلتوری خبرونه هم اورو.

دمصرپه پلازمینه قاهره کې دفلمونو۳۴ نړیوال فستیوال پای ته ورسید. پدغه فستیوال کې له ۷۰ هیوادونونه ۱۵۰ فلمونه نندارې ته وړاندې شول.دسږني فسیتوال شعاردی مصردنړیوالوسینماووپه سترګوکې اوزیات پام دشمالی افریکا هیوادونوته اوښتی دی.

دقاهرې داوپرا په ماڼۍ کې دمتحدوایالتونو، فرانسې، جنوبی کوریا، ترکیې، هند، ایتالیا، اسپانیې اوعربي اوافریقایی هیوادونو څونړیوال فلمونه وښوول شول. دمصردکولتوروزیر دفستیوال دپرانستنې په مراسموکې وویل هیلمن دی چې دافستیوا ل به دنظریوپه راکړه ورکړه کې اغیزمنه ونډه ولوبوي.

دفستیوالونودغه لړۍ چې دافریقا لپاره خورا مهمه ده په ۱۹۷۶ کال کې پیل شوه اوپه اوسني فستیوال کې له ۱۵۰ هغونه ۳۴ سیالۍ ته وړاندې شوي دي. په قاهره کې افغان خبریال نجم الله برهاني دقاهرې دنړیوال فستیوال په اړه نورحال ورکوي

دپښتوژبې دخوږژبي شاعر زبیح الله حسن شعري ټولګه له چاپه راووته. شنې زرغونې په اوښکوکې دډاکترحسن دریمه شعري ټولګه ده چې پدې وروستیوکې ددانش خپروندیې موسسې په ښکلی صحافت په ۱۵۲ مخونوکې چاپ کړې ده.

په همدې پلمه مودپښتواوسني غزل ته دکتنې په ترڅ کې په کابل کې شاعرپیرمحمدکاروان اوپه لندن سټوډیوکې پخپله ډاکترزبیح الله حسن غږولي دي.

دافغانستان ځینې لرغوني اثاردبرتیش موزیم ته دنندارې لپاره راوړل کیږي. په دې خزانه کې ډېر مهم لرغوني اثاراوزیورات شته ځینې دا اثار ښایي له میلاد څخه سل کاله مخکې دورې پورې اړه ولري.

په دغو اثارو کې غاړه کۍ، د غاړې امېلونه، او د تورې پوښونه هم لیدل کېږي. اوس د دې خزانې دوه سوه اثره د بریتانیا د نوي موزیم په یوه برخه کې اېښودل شوي او د «د پخوانۍ نړۍ څلورلاره» په نوم یې خلک ننداره کوي. دا د نړۍ خوار مهم لرغوني اثار دي او د هغو په منځ کې طلايي تارج په نړۍ کې ساری نه لري

دافغانستان دلرغونواثاروپه لړکې دپكتياد ميرزكې خزانه چې كابو دوه لسيزې وړاندې پكې د سرو او سپينو زرو سيكې پيداشوې وې د يوې چينې په بڼه راښكاره شوه او تر هغه وروسته يې د سيمې خلكو لخوا نارسمي كيندنې پيل او لوټ شوه.

له میلاد څخه د مخه له درېمې پېړۍ نه تر څلورمې مسیحي پېړۍ پورې د ۷۰۰ کالو په اوږدو کې، دافغانستان د بیلابیلو پاچاهانو د سيكو نمونې په لوړه كچه هلته راغونډې شوې وې .

په دغه چينه كې د سپينو زروجوړې شوې نازکې پارچې هم وې چې، دهغو په مخ بيلابيلې نښې چې ډولونه یې تر ۳۰۰ پورې رسېدل،لکه د انسان انځورونه، وسلې، ونې، الوتونکي، لمر، ستوري، ګلان او د یو شمېر ودانیو انځورونه لیدل کېدل.