په کابل کې د هند سفیر: ستراتیژیکې سیالۍ زموږ پر اړیکو اغېز نه کوي

کرزی او منموهن سینګهـ
Image caption په کابل کې د هند سفیر وايي چې د هند او افغانستان اړيکي زرګونه کاله لرغونې مخینه لري.

د افغانستان، پاکستان او هند په لسګونو د چارو کارپوهان په پلازمېنه کابل کې راټول شوي چې په سیمه کې شته امنیتي او سیاسي ننګونو ته د حل پر ممکنه لارو چارو بحث او خبرې وکړي.

د درو واړو هېوادونو استازي په دې باور دي چې په خپلو کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا کولی شي په سیمه کې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي او ترڅنګ یې روانو سیاسي اختلافونو او ناندریو ته هم د پای ټکی کېږدي.

په ټوله کې د افغانستان پاکستان او هند درد سره شریک او درې واړه هېوادونه په سیمه کې د روان کړکېچ او نا کراریو له اړخه زیانمن دي.

د ډیورند د ګرښې دواړو غاړو ته په زیاتېدونکې توګه راټوکېدلې اورپکي، او د پاکستان او هند تر منځ وخت ناوخت په اړیکو کې د ترینګلتیا رامنځ ته کېدل د سیمې په کچه مهمې ننګونې بلل کېږي. خو اوس د دې لپاره چې دغو ننګونو او ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټول شي د دغو درې واړو هېوادونو په لسګونو د چارو کارپوهان په کابل کې راټول شوي چې په سیمه کې د روان وضعیت جاج واخلي او ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر داود مرادیان وایي، د پاکستان په پرتله یې له هند سره اړیکي ښې دي، خو وایي له پاکستانه هم ورته تمه لري:

''د هندوستان په اړه په کابل کې هېڅ شک نشته او همدارنګه د پاکستان د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او دموکراتو ځواکونو له لوري هم هېڅ کوم شک او تردید نشته، خو موږ تمه لرو چې د پاکستان تګلارې جوړوونکي هم په سیمه کې د یوې نوې فضا د رامنځ ته کولو لپاره زموږ سره یو ځای شي.''

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکي له ډېرو پېچلو حالاتو سره مخامخ شوي.

تر ډېره د دواړو هېوادونو مشران یو بل تورنوي چې اورپکي مقابل لوري ته ورلېږي، خو د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني کابل ته په خپل وروستي سفر کې وویل چې دواړه هېوادونه د لابریالیتوب لپاره باید د یو بل د ملامتولو پر ځای په خپلو کې همکاري ټینګه کړي.

افغان او هندي چارواکو په بیا- بیا ویلي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي. خو پاکستاني چارواکي وایي دغه هیواد په خپله هم د اورپکي او بنسټ پالنې قرباني دي.

د غونډې ګډونوال او د پاکستان د پارلمان غړی ایاز امیر وايي، هېواد یې په تېرو څو کلونو کې د امریکا د مداخلې او د اورپکو د فعالیتونو له اړخه ډېر زیانمن شوی دی:

''له ۲۰۰۱ کال راهیسې اورپکي، افراطیت او تاوتریخوالي په پاکستان کې زور اخیستی. د امریکا د مداخلې یوه اغېزه دا وه چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې اورپکي زیاته شي. اود دې په پایله کې موږ له نوو اندېښنو او سرخوږیو سره مخامخ شو. د هغو عناصرو شتون اوس په پاکستان کې به ښایي د افغانستان لپاره یو ګواښ وي، خو تر هغې لا ډېر ګواښ په خپله د پاکستان لپاره دی؛ ځکه نو دا یوه ستره اندېښنه ده چې ووینو دا لانجه څه وخت پای ته رسېږي. ایا دا کړکېچ به ژر پای ته ورسېږي؟ خو په ژوره توګه دې ته لېواله یو چې څه ډول به پای ته ورسېږي او له کړکېچ وروسته حالت به په پاکستان او افغانستان کې څه ډول وي.''

بل لوری د هند او پاکستان تر منځ اړیکي هم ډېر ښه نه دي او په تېرو څو کلونو کې دواړو هېوادونو په وار، وار یو او بل د مقابل لوري پرخلاف د ترهګرو بریدونو په سمبالولو تورن کړي دي.

په کابل کې د هند پر سفارت تراوسه دوه ځلې مرګوني بریدونه شوي چې هند یې د پړې ګوته پاکستان ته نیسي، خو پاکستان دغه تورنه رد کړي دي.

په کابل کې د هند سفیر ګاتم موکو پادهیای وایي، هېواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د دې ترڅنګ چې په راتلونکې کې به هغه پالې، سیمه ییزې سیالۍ به هم پر هغې سیوری ونه غوړوي:

''دا تاریخي اړیکي دي، دا نوې اړیکي نه دي، دا داسې اړیکي دي چې په زرګونو کلونه مخینه لري. دا کلتوري، مدني، سوداګریز او همدارنګه سیاسي اړیکی دي.

دا کومه نوې پدیده نه ده، له خپلواکۍ راهیسې هند دغلته مهم رول لوبولی، هند تل په افغانستان کې د پرمختګ په برخه کې مهم حضور درلود. له افغانستان سره یې نني اړیکي په اصلي توګه او له بنسټه پرمختیایي اړیکي دي. او د پرمختګ په چارو کې به دا اړیکي همداسې دوام ولري. ستراتیژیکې سیالۍ به پر دغو اړیکو سیوری و نه غوړوي.''

په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په بېلابېلو پوړیو کې ځینې هڅې شوې، خو هغه شان چې تمه کېږي په سیمه کې د کړکېچ د پای ته رسولو په برخه کې ګټورې نه دي تمامې شوې.

ځینې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو لېږدولو په برخه کې شوی تړون هم مهم بولي او وایي چې دغه ستره اقتصادي پروژه به هم وکولی شي خلکو ته د روزګار موندنې له لارې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې که ښکېلې غاړې په ریښتینې توګه د سولې لپاره هڅې وکړي او نړیواله ټولنه یې تر شا ولاړه وي، نو په خبره یې لرې به نه وي چې ثبات به یو ځلې بیا سیمې ته راستون او امنیت ډاډمن شي.

ورته مطالب