د ایتالیا لومړي وزیر د باور رایه ترلاسه کړه

د ایتالیا پارلمان سیلویو برلوسکوني ته د باور رایه ورکړه. په پارلمان کې د رایه ورکونکې پر مهال د مخالف لوري د دوو استازو د باور رایې په ورکولو سره ، سیلویو برلوسکوني په ډېر لږ توپیر سره بریالی شو.

هغه ټولې ۳۱۴ موافقې او ۳۱۱ مخالفې رایې درلودې.

رایه ورکونه د روم په ولسي جرګې کې ترسره شوه.

پولیسو په هغو سیمو کې خنډونه رامنځ ته کړي و، چې زده کوونکو د زده کړو د بودیجې د راکمولو په وړاندې لاریونونه کړي و ، او د حکومت د بدلولو غوښتنه یې کوله، لاریون کوونکو پر پولیسو هګۍ او ډبرې وروویشتې.

د ایتالیا له نورو ښارونو هم د زده کوونکو د لاریونونو راپورونه ورکول شوي دي، چې په ځینو برخو کې یې د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول شوي دي.

په شمال د تورین په سیمه کې لاریون کوونکو د اورګاډي تم څای نیول دی.

په وینس کې لاریون کوونکي د رېلټو په مشهور پله پر سره سره راغونډ شوي دي.

په ولسي جرګې کې تر بریالتوب مخکې ښاغلي بېر لیسکوني د مشرانو له جرګې هم برلاسی راوتلی و.