د جرمني لومړۍ وزیرې په کندوز کې د خپلو سرتېرو کړنې وستایلې

آغلې میرکل له خپلو سرتېرو سره
Image caption آغلې میرکل له جرمني سرتېرو مننه وکړه.

د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مرکل په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلې ده .

آغلې مرکل په شمالي ولایت کندوز کې له خپلو سرتېرو سره کتلي دي.

په کندوز کې د بي بي سي خبریال وايي، د جرمني لومړۍ وزیرې په دغه ولایت کې له مېشتو جرمني پوځيانو مننه وکړه.

له اغلې مرکل سره د جرمني دفاع وزير 'کارل تییودوز زو ګوتنبیرګ' او د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو مشر 'والکر ویکر' هم ملګري دي.

رپوټونه وايي آغلې میرکل په کندوز کې له هغو جرمني سرتېرو سره وکتل، چې تېره میاشت یې په څلور ورځنیو عملیاتو کې برخه اخیستې وه او د کندوز له 'چهاردرې' ولسوالۍ له جنوب څخه یې طالبان په شا کړي ول:

انګېلا میرکل وویل:''زه له دې امله دلته راغلې یم، چې له تاسو مننه وکړم. په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت پخپله د جرمني د امنیت لپاره ګټور دی.''

په جرمني کې یوه ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې د دغه هېواد 'ډېرکي' په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړي نه دي او هلته د خپلو پوځونو ماموریت غځول نه مني.

د جرمني لومړۍ وزیرې وویل: ''زه پوهېږم چې تاسو له لویو ستونزو سره مخامخ یاست، خو زه په افغانستان کې پر تاسو او ستاسو پر ماموریت ویاړم.''

د ۲۰۰۹ کال له اپرېل راهیسې افغانستان ته دا د ښآغلې میرکل لومړی او له ۲۰۰۷ راپدېخوا یې درېیم سفر دی.

آغلې میرکل داسې مهال افغانستان ته تللې ده، چې د دغه هېواد په شمال کې یو جرمن سرتېری وژل شوی دی.

د جرمني د پوځ ویاند ویلي د دوی یو ۲۱ کلن سرتېری په پل خُمري کې د سختو ټپونو له امله ومړ.

پل خمري د کندوز په سوېل کې پرته سمه ده.

په کندوز کې شاوخوا ۴۶۰۰ جرمني پوځيان مېشت دي.

په افغانستان کې له ۲۰۱۰ کال پدېخوا تر ۴۰ ډېر جرمني سرتېري وژل شوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګودیو وېسټرویلي د تېرې پنجشنبې پر ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل چې جرمني له افغانستان څخه د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې خپل پوځيان وباسي.

Image caption دا مهال جرمني په افغانستان کې نژدې ۵۰۰۰ پوځیان او شاوخوا ۳۵۰ تیارسۍ نور پوځيان لري.

په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت مهم دی، خو دا هم مهمه ده چې د بهرنیو ځواکونو شتون او په تېره بیا د جرمني عسکرو مېشتېدل به د تل لپاره وي.

ټاکل شوې چې د جرمني قانونپوهان به په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي ماموریت په تړاو په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د خپل ماموریت د غځېدا او یا نه غځېدا لپاره رایې واچوي.

دا مهال جرمني په افغانستان کې نژدې ۵۰۰۰ پوځیان او شاوخوا ۳۵۰ تیارسۍ نور پوځيان لري.

ورته مطالب