کرزی: په افغانستان کې ستر فساد د دولت په جګپوړو چارواکو کې دی

ښاغلی کرزی
Image caption حامد کرزي وویل چې دغو شرکتونو په میلیونونو ډالرو داسې پټ قراردادونه کول، چې دولت هېڅ پرې خبر نه و.

افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا ومنله چې په اداري فساد کې د حکومت او نړيوالې ټولنې لوړپوړې چارواکي ښکيل دي.

افغان چارواکي مني چې د افغانستان دولتي ادارې له څېرمه په فساد ککړې دي او په وينا يې چې له همدې وجې يې چارې مټه شوي او زيان يې هم ولسي خلکو ته اوښتى دى.

ولسمشر حامد کرزي سره له دې چې په وار، وار د خپل حکومت په اډانه کې يې د فساد او اداري درغليو نه پلو پورته کوي، خو دا ځلې يې په ډېره زيږه او نېغه ژبه خپل لوړ پوړي چارواکي په فساد ککړ وبلل او تر څنگ يې د تل په شان د نړيوالې ټولنې يادونه هم وکړه چې په ادارې فساد کې ښکيله ده :

''په افغانستان کې ستر فساد البته د دولت په لوړ پوړو چارواکو کې دى، د افغانستان د سياسي چاپيريال په څرنگوالي کې دى، او بيله شکه چې موږ مالومات لرو او زموږ بهرني ملگري دې نه خپه کيږي د دوى د مرستو او لگښتونو په چارو کې فساد زيات دى، د دې ژوندى مثال د امنيتي کمپنيو کې دى چې په سلگونه میليونه ډالر لگوي، دغه کمپنۍ د ناامنى او فساد ستر لامل دي. ''

ښاغلي کرزي د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چې د افغانستان پوځي او ملکي دواړه برخې په فساد ککړې دي.

ښاغلى کرزى وايي چې په ادارو کې وزيران، ریيسان او لوړپوړي چارواکي پخپل سر حکومتي کارکوونکي له دندو گوښه کوي او پر ځاى يې خپل خپلوان پر دندو گوماري ، او دا رنگه په پوځي ادارو کې پوځيان پخپل سر د خلکو په مينو ورننوځي او پرته له کومو اسنادو او شواهدو هغوى رټي، ځوروي او کواونه ورپېښوي.

خو ښاغلى کرزى د اداري فساد دورکولو لپاره دوه لارې په گوته کوي :

''زموږ له هېواد او حکومته د فساد ورکول د دوو لارو نه کېداى شي، يوه خو يې دا ده چې موږ اصلاحات راولو، ستر فساد او د نړيوالې ټولنې فساد هم کېداى شي له دوو لارو ورک شي، يوه يې دا چې هغوى د زړه له کومې همکاري وکړي او د چارو د افغاني کېدو وروسته دا چاره شونې ده ، هغه داسې چې افغانان پخپله د خپل هېواد چارې په لاس کې واخلي او واک يې تر لاسه کړي.''

خو د افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې مشر محمد ياسين عثماني وايي چې دوى گڼ دولتي کارکوونکي د فساد په تور نيولي او د قانون منگولو ته يې سپارلي دي چې په دې ډله کې هغه د ځينو لوړ پوړو چارواکو يادونه هم کوي :

''د نظارت عالي ادارې له هغه مهاله چې يې زيات واکونه تر لاسه کړي، سلگونه پوليس افسران يې د فساد په تور نيول ، له دندو يې گوښه کړي او زندانونو ته يې ليږلي دي، دا رنگه سلگونه قاضيان يې د اداري فساد په جرمونو نيولي او يو شمېر رييسان يې هم نيولي دي، چې دغه نيونې د نورو لپاره د عبرت وړ وي.''

خصوصي امنيتي شرکتونه

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له فساد سره د مبارزې په نړیواله ورځ په هېواد کې د فساد د ډېرېدا لوی لامل ''خصوصي امنيتي شرکتونه وبلل''.

ښاغلي کرزي وویل، ''دغو خصوصي امنيتي شرکتونو میلیونونه ډالر کارته پورته کول، چې په وینا یې دې کار زموږ لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی و او د فساد لمن یې ورځ تر بلې پراخه کوله. ''

د ولسمشر کرزي په وینا په تېرو پنځو کلونو کې دغه خصوصي امنيتي شرکتونه نه یوازې د فساد د ډېرېدا سرچینه وه، بلکې د ترهګرۍ لمن یې هم پارخه کړې وه:

''پوره پنځه کاله زموږ په هېواد کې بهرني او کورني خصوصي امنيتي شرکتونه نه یوازې په فساد کې ډوب ول، بلکې د ترهګرۍ د زیاتېدو لامل هم شول، بالاخره مجبور شوم چې یوه اړخیزه افغاني ګام واخلم او ټولې لغوه اعلان کړم. دغو شرکتونو د افغانستان د امنیت او امنيتي بنسټونو پرضد فعالیت کاوه. ''

حامد کرزي وویل چې دغو شرکتونو په میلیونونو ډالرو داسې پټ قراردادونه کول، چې دولت هېڅ پرې خبر نه و.

ښاغلي کرزي وویل تر ۲۰۱۴ کال پورې باید بهرنیانو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو هېڅ پلمه پاتې نه شي، او تر دې نېټې پورې باید ټول افغان بندیان افغانانو ته وسپارل شي:

عام او تام اختیار

''زموږ د ملکي ادارو، پولیسو او امنيتي ځواکونو پیاوړي کول باید زموږ په خپل لاس کې وي، کله چې موږ په خپلو چارو کې عام او تام اختیار ولرو، هغه مهال له فساد سره هم مبارزه کولی شو، موږ باید تر ټاکل شوې نېټې (۲۰۱۴) پورې د امنيتي چارو راسپارلو لپاره ځانونه چمتو کړو. ''