افغان جګړه: نوي راپورونه تت انځور وركوي

طالبان
Image caption ټاكل شوې ولسمشر باراك اوباما پنجشنبه (پنځنۍ) په افغانستان كې د پرمختګ په اړه د خپل ملي امنيت كاركوونكيو د راپور موندنې اعلان كړي.

يوه ورځ مخكې له هغه چې سپينه ماڼۍ خپلې سټراټيژۍ ته بيا كتنه وسپړي، د افغانستان په اړه دوه نوې ارزونې په دغه هېواد كې د امريكا په مشرۍ د جګړې يو تت او خړپړ انځور وركوي.

د سره صليب نړيوالې ټولنې ويلي وسله والو ډلو د افغانانو لپاره ژوند لا ګران او پېچلى كړى دى.

د امريكا استخباراتي ارزونې چې (نيويارك ټايمز) ورځپاڼې يې راپور وركړى، څرګندوي كه پاكستان په ريښتيني ډول د اورپكيو په ځپلو لاس پورې نه كړي، چارې به د بري خورا لږ څرك وكتلى شي.

د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي اټكل دى ولسمشر باراك اوباما په خپله وينا كې په ډاګه كړي ګنې د امريكا دا پلان چې په ۲۰۱۱ كال به د ځواكونو په ايستلو پيل كوي، پر خپل ځاى دى.

د امريكا پوځي مشران او د دفاع وزارت چارواكي له وړاندې د امريكا پر (ملي استخباراتي ارزونو) نيوكې كړې او له نېټې وتلې يې بللې دي.

د تت انځور دغه راپورونه په داسې وخت كې خپرېږي چې ولسمشر حامد كرزي افغانانو ته په ډاګه كړې چې ناټو بايد تر ۲۰۱۴ كال پورې د امنيتي چارو په ګډون د افغان چارو بشپړ مسووليت كابل ته وسپاري.

ښاغلي كرزي په يوه ژوندۍ ټلوېزيوني وينا كې پر خپله اداره هم د دې نيوكه وكړه چې د فساد په له منځه وړلو كې پاتې راغلې ده. خو په امنيتي شركتونو، زندانونو او د بهرنيو مرستو رسونې برخو كې يې نړيواله ښكلېتيا د ځانګړې اندېښنې لامل وبلله.

د درملنې چارو ځنډونه

د سره صليب نړيوالې ټولنې په افغانستان كې د بشري حالت په يوه عامه ارزونه كې ويلي، د ولسي خلكو ترمنځ د مرګژوبلې پرله پسې زياتوالى، په كور دننه بې ځايه كېدنه او كمزورو طبي چارو يو ناوړه بشري حالت رامنځته كړى، او داسې ښكاري چې خبره به راتلونكى كال هم همداسې وي.

دغې ټولنې ويلي افغان شخړه يو (نوي لا ناڅرګند پړاو ته ننوتلې) چې تيت پرك وسله والې ډلې په كې د كډوالو زياتېدونكي شمېر ته د روغتيايي پاملرنې برابرولو، خوړو او پاكو اوبو برابرولو په ګډون د بشري چارو په وړاندې خنډونه جوړوي.

په افغانستان كې د سره صليب نړيوالې ټولنې د پلاوي مشر (رېټكو سټوكر) په يوه اعلاميه كې ويلي ((يوه وسله واله ډله ښايي ماښام د خوړو او پنا غوښتنه وكړي، بيا بل سهار، يوه بله ډله ښايي د دې غوښتنه وكړې چې ولې يې غليم ته پنا ځاى برابر شوى و)).

دغې ټولنې ويلي په كندهار كې يې يو روغتون ته په ۲۰۱۰ كال ۲۶۵۰ ټپي شوي ناروغان وروړل شوي، چې د ۲۰۰۹ كال په پرتله په كې ۲۶% سلنه زياتوالى راغلى دى.

د سره صليب نړيوالې ټولنې زياته كړې په دغه رابرسېره كېدونكو وسه والو ډلو كې مجرمې ډلې هم دي، او ډېر وخت دا سخته وي چې پېژندنه يې وشي. دغه ټولنه وايي ولسي خلك په زياتېدونكي ډول د وسله والو شخړو او نښتو په منځ كې راګيرېږي او دې ته اړ كېږي چې له خپلو مېنو وتښتي.

پاكستان يو خوندي پنا ځاى

په يوه ارزونه كې چې (نيويارك ټايمز) ورځپاڼې يې راپور وركړى، د امريكا استخباراتي چارواكيو ويلي د هغو اورپكو ډلو په ځپنه كې چې له ډېورېنډ كرښې سره څېرمه له قانون او نظام بې برخې قبايلي سيمو كې فعالې دي، د پاكستان بې غورۍ په افغانستان كې د پرمختګ په وړاندې ستر خنډ جوړ كړى دى.

د (ملي استخباراتو ارزونو)، چې يوه يې د افغانستان او بله د پاكستان په اړه ده، لكه څنګه چې يې (نيويارك ټايمز) له وينا كښلي، وايي اورپكې ډلې په افغانستان كې بمونه خښوي او بريدونه كوي، او بيا له ستونزو پرته له كرښې پاكستان ته اوړي، ارام كوي او بيا په وسلو سمبالېږي.

خو لكه چې (نيويارك ټايمز) كاږي د امريكا د دفاع وزرات يو جګ پوړي چارواكي د دغو څېړنو پر ليكونكيو او د دوى پر لاسته راوړنو نيوكې كړې، او ويلي يې دي دوى (لكه څنګه چې زموږ ځواكونه دي، هلته ورځنى ژوند نه تېروي، نو دوى دغسې نژدې انځور او ذهنيت نه لري).

ټاكل شوې ولسمشر باراك اوباما پنجشنبه (پنځنۍ) په افغانستان كې د پرمختګ په اړه د خپل ملي امنيت كاركوونكيو د راپور موندنې اعلان كړي.

د سپينې ماڼۍ سرچينو څرګنده كړې دغه راپور كې به ډېرې كمې ناببره خبرې وي، او د ولسمشر هغه پلان ملاتړ به كوي چې له مخې يې په ۲۰۱۱ كال كې افغان ځواكونو ته په امنيتي دندو سپارنې پيل كېږي.