ولسمشر کرزي بيا له مخالفينو وغوښتل چې سولې ته غاړه کېږدي

ځانوهونکي
Image caption عاشورا د مسلمانانو په ځانګړي ډول د شيعه ګانو لپاره ځانګړی مذهبي ارزښت لري.

ټول مسلمانان او په ځانگړي ډول شيعه وگړي هر کال په افغانستان کې د عاشوار وير کوي، خو سږ کال دا مراسم په پلازمېنه او ځينو نورو ولايتونو کې د تېرو کلونو په پرتله په پراخه کچه تر سره شول.

د وير د مراسمو د تر سره کولو بنسټيز ځاى د کابل ښار په لويديځه څنډه کې د خاتم النبيين مدرسه وه چې ولسمشر حامد کرزى،يو شمېر نور حکومتي چارواکي او ديني پوهان په کې غونډ شوي ول.

ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا د حکومت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې د عاشورا د شهيدانو په مخ له تاو تريخوالي لاس واخلي او سوله ييز ژوند ته مخه وکړي: (( د ايران په چا بهار کې په جومات کې ځانمرگى وشو، ځانمرگى کول ظلم دى، په جومات کې ځانمرگى کول ستر ظلم دى.

ددې او هر بل ظلم پر وړاندې بايد مقاومت وشي، چې په افستان کې هم کېږي، په پاکستان کې هم کېږي او د نړۍ په نورو ځايونو کې هم کېږي، له دغې ورځې څخه د پند اخستنې په موخه اسلامي نړۍ ته ،بلکې بشري نړۍ ته ستاسې په مخکې وايم ، زموږ هغه وروڼه چې هر چيرته دي او د خپل وطن پر وړاندې يې ټوپک پورته کړى دى،او خپل خلک ځوروي هيله ترې لرو چې د عاشورا د سپېڅلو شهيدانو د پاکې وينې په مخ راشي او له وطنه د تېري لاسونه ټول کړي.

د خپلې وطن غېږې ته راشي او له سولې سره يو ځاى شي چې سيمه او هېواد مو په يو تلپاتې سوله کې ژوند وکړي.))

په دې وروستيو کلونو کې شيعه مسلمانان د عاشورا وير د پخوانيو کلونو په پرتله په پراخه کچه کوي خو اوس د پخوا په پرتله يو لړ توپيرونه هم پکې راغلي دي.

په تېرو کلونو کې به يو شمېر شيعه وگړو د عاشوا وير په دې توگه کاوه چې خپل بدنونه به يې په ځنځيرونو وهل، خو په وروستيو دوو کلونو کې شيعه روحانيونو له دغه چلند سره مخالفت وکړ او ويې ويل ، د خپلو وينو تر تويولو به غوره وي چې په دغو ورځو کې ناروغانو ته وينه ورکړي.

د افغانستان د روغتيا وزارت په کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې د وينې اخستلو بهير پيل کړى دى.

د غه وزارت هم وايي چې په دې توگه به له يوه پلوه د وينې تويېدو مخه ونيول شي او له بل پلوه به د وينو د بانکونو اړتياوې هم تر يوه ځايه پوره شي.